Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته کې ګډون نه دی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/19

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ناسته روانه ده، چې په دغه ناسته کې د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو ځانګړو استازو او یو شمېر پخوانيو افغان سیاسیونو او مدني فعالانو چې اوس په بهر کې مېشت  دي او د افغانستان له اوسني نظام سره مخالف دي هم ګډون کړی.

د ملګرو ملتونو له لوري اسلامي امارت ته هم دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو اسلامي امارت یې د اجنډا او ترکیب په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې وه چې ملګرو ملتونو په دې تړاو څه نه دي وړاندې کړي او کابل هم په کې د خپل نه ګډون پرېکړه وکړه.

کابل ملګرو ملتونو ته په ډاګه کړې وه، که اسلامي امارت د یوازیني مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او په دغه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه پر مسایلو د واضح خبرو زمینه برابره شي نو ګډون به یې د دوحې په ناسته کې ګټور وي.

خو بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له لوري هېڅ ډول پرمختګ ونه شو چې له امله یې د اسلامي امارت له لوري بې پایلې ګډون ګټور ونه بلل شو.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي: «  د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده، که اسلامي امارت د یوازېني مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د اسلامي امارت لخوا بې پایلې ګډون ګټور ونه بلل شو.»

تکل وايي، که ملګري ملتونه تر فشار لاندې را نه شي، د افغانستان عیني حقایق درک کړي او افغان حکومت د یوه خپلواک او داسې نظام په توګه ومني چې د تېرو هغو په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي نو ممکن په خبرو کې پرمختګونه رامنځته شي.

هغه زیاتوي « که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او  یو څو محدودو لورو تر اغېز او فشار لاندې را نه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو دا شونې ده چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.»

په ورته مهال  د سیاسي چارو کارپوهان هم د اسلامي امارت دغه پرېکړه چې دوحې په ناسته کې یې ګډون ونه کړ پرځای ګڼي.

دوی وايي، په دغه ناسته کې د افغانستان د اوسني نظام له پلاوي سره د داسې خبرو زمینه نه وه مساعده شوې چې د قضیې د یوه  لوري په توګه د سیاسي تعاملاتو او نورو شته ستونزو د حل پرسر خبرې وشي.

د سیاسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي: « دا چې اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې ګډون رد کړی، زما په نظر پر ځای کار دی، ځکه یو خو د ناستې اجنډا نه ده مالومه او بله دا چې د دوی مخالفین د مدني فعالانو په توګه هلته بلل شوې دي.»

افغان حکومت وايي،  په دې باور وه چي په  دوحه کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ او نوښت د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې د افغانستان د نظام او نړیوالو ترمنځ پر اختلافي مسایلو واضحې او په نتیجې ولاړې خبرې شوې وای؛ خو دغو خبرو ته د زمینې نه برابرېدو له امله افغان لوري د دوحې په ناسته کې ګډون ونه کړ.

د ملګر ملتونو له لوري د افغانستان په تړاو په دوحه کې روانه ناسته چې دوې ورځې به دوام وکړي، ګډونوال به یې د افغانستان په تړاو پر بېلابېلو مسایلو خبرې ولري؛ خو کتوونکي په دې باور دي چې ټولې هغه نړیوالې او سیمه‌ییزې ناستې چې د افغانستان په تړاو جوړېږي د افغان حکومت د پلاوي له ګډون پرته پایله نه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist