Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت د اساسي قانون په نه شتون کې له کوم قانون او میکانیزم کار اخلي؟ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/02

د اساسي قانون په نه شتون کې ټولو سره دا پوښتنه ده،چې اسلامي امارت د کوم قانون او میکانیزم له لارې د اوسني حکومت چارې پرمخ وړي،چې دوی په کې له تېرو دوه نیمو میاشتو راپدې خوا واک چلوي.

اسلامي امارت چې د اسلامي نظام او شرعیت د پلي کېدو دعوه کوي،تر اوس یې د قانون څرنګوالی نه ده روښانه کړی،چې شرعي قانون به څنګه پلي کوي.

اسلامي امارت د اسلامي نظام او شریعت په پلي کېدو کلک ټینګار لري او له  هغه قانون سره مخالف دي،چې په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او پر افغانو عملي کېده، خو دا څرګنده نه ده،چې شرعي قانون چې په هغه کې حدود جاري کېږي،څه ډول به پر خلکو پلی کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي،د نوي قانون تر جوړېدو به د اسلامي امارت د لایحو پراساس کار کېږي.

خوستی زیاتوي:«هغه قوانین،چې په هېواد کې اوس نافذ دي،هغه د اسلامي امارت لوایح دي اسلامي امارت قضاء لپاره بېل لوایح لري،معارف لپاره جلا،هرې برخې لپاره لایحې لرو. اوس پر هماغو لایحو کار روان دی،ترڅو نوی اساسي قانون جوړیږي.»

خو یوه ننګونه د نړیوالې ټولنې شرایط دي، نړیوال د اسلامي امارت له قوانینو سره جوړ نه دي،چې په تېره دوره کې نافذ وو.

شریعي قانون،چې د اسلام دین پراساس ولاړ دی،اوس په نړیوالو قوانینو کې د حدودو جاري کېدو ته د یوې سختې پرېکړې په سترګه کتل کېږي، په داسې حال کې چې د اسلامي قانون پلي کېدل یو الهي امر دی.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي،نوی قانون،چې جوړیږي،باید د ټولو افغانانو د ارزښتونو استازیتوب وکړي.

شنونکی خوشحال یوسفي وايي:« اوسنی کوم اساسي قانون،چې جوړیږي،دا به د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.زموږ د ارزښتونو او باورونو له منځه راوتلی اساسي قانون به وي. پخوانی قانون د اشغال تر سیوري لاندې جوړ شوی وه،د افغانانو نه وه او باید له منځه لاړ شي.»

اوس پوښتنه دا ده،ترهغې چې نوی قانون نه وي جوړ شوی او طالبان له خپلو لایحو کار اخلي څه ډول یو میکانیزم ته اړتیا ده؟

شنونکی طارق فرهادي  وايي:« افغانستان یو اسلامي ټولنه او د اسلام لپاره شریعت د قانون په څېر یو کلک بستر دی،چې د ټولو مذاهبو لپاره اړین دی، افغانستان کې د شاهي دورې او د جمهوریت قوانین هم اسلام سره کوم مغایرت نه لري.»

طالبانو د قضاء ارګانونو  لپاره نوې ګومارنې کړي دي،خو لویې څارنوالۍ ته لا څوک نه دی ټاکل شوی.

اوس به ولیدل شي،چې د قضایي ارګانونو په رغېدو سره به د قانون په برخه کې څه پرمختګ وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist