Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت خوست او پکتیکا کې له زلزله ځپلو سره د یو میلیارد افغانیو مرسته اعلان کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/23

د هېواد په سویل ختیځو خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وړمې شپې له زلزله ځپلو کورنیو سره د اسلامي امارت حکومت  په ګډون ګڼو بشري بنسټونو او هېوادونو مرستې اعلان کړي او د بشري مرستو د راټولولو غوښتنه یې کړې ده.

مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني هم پر یادې پېښې خواشیني ښودلې او له کورنیو او بهرنیو مرستندویه سازمانونو یې غوښتي دي،چې له زلزله ځپلو کورنیو سره دې مرستې وکړي.

غني زیاته کړې:«په پکتیکا، خوست او د هېواد په نورو ولایتونو کې زلزله ځپلو کورنیو ته تسلیت وایم. شهیدانو ته یې د خدای (ج) له درباره د جنت او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کوم.» 

اخوا د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو کورینو ته دعا کړې او ویلي دي،چې د خلکو په مرستو سره دا شونې ده،ترڅو د افغانستان خلکو ځوریدنې راکمه شي.

هغه زیاته کړې:« زه د ټولو هغو کسانو لپاره دعا کوم،چې مړه شوي او یا یې کورنۍ له لاسه ورکړي دي. زه هېله لرم،چې د ټولو خلکو په مرستې سره به موږ وکولای شو، د افغانستان خلکو کړاوونه راکم کړو.» 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادراه یا اوچا بیا ویلي،سیمه ته یې د سروې لپاره ټیمونه استولي او له خپلو همکارانو یې غوښتي دي، چې له سیمه ییز چارواکو سره دې په دې برخه کې مرستې وکړي.

یادې ادارې زیاته کړې:« د ملګرو ملتونو د بشري برخو له ټولو همکارانو غوښتل کیږي،چې له سیمه ییزو چارواکو ملاتړ دې وکړي، ترڅو په زلزله ځپلو سیمو کې سروې وکړي او بېړنۍ مرستې ورسوي.» 

له دې وراخوا چین، پاکستان او ایران هم افغانستان کې د وروستیو طبیعې پېښو له امله خواشیني ښودلې او درې واړو هېوادونو ویلي، د بیړنیو مرستو رسولو ته پوره چمتووالی لري. 

د افغانستان سرې میاشتې ادارې هم زلزله ځپلو سیمو ته روغتیایي ټیمونه استوليؤتر څو د ټپیانو په درملنه او لیږد کې هوايي ځواک سره مرسته وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist