Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت تپل کېدونکې جګړې ته د سخت او متحدانه ځواب خبرداری ورکړ

اسلامي امارت تپل کېدونکې جګړې ته د سخت او متحدانه ځواب خبرداری ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/09

له هغه وروسته چې په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو د پاکستاني پلاوي  د غیرمنطقي غوښتنو له امله ناکام شو او بې پایلې پای ته ورسېد، د افغانستان حکومت خبرداری ورکړ چې پر خاوره به یې هرډول برید ته جدي ځواب ورکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې انلاین خبري ناسته کې وويل، جګړه د افغانانو سټراټیژي نه ده او نه هم جګړه غواړي، خو که پرې تحمیل کېږي؛ نو بیا له خپلې خاورې او ولس د دفاع حق لري او برید ته به سخت ځپونکی جواب ورکړي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، د برید په صورت کې به له داسې لارو چارو کار واخیستل شي چې د افغانستان د ارضي تمامیت د دفاع ترڅنګ، د هوايي حریم د نقض مخه هم پرې ونیول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « افغانستان د ټکنالوژۍ پر وړاندې خپله مېړانه ثابته کړې ده. کله چې موږ له انګرېزانو سره هم جګړه وه تسلیحات مو سره برابر نه وو، له روس او شوري اتحاد سره جګړه کې هم زموږ وسایل برابر نه وو، همدارنګه له امریکا او ناټو سره جګړه کې هم موازنه برابره نه وه. افغانستان د خپلې خاورې په دفاع کې جدي دي او له هغو ټولو لارو به استفاده کوي چې افغانستان پر ساتل کېږي او دفاع یې پرې کېږي. په لومړي سر کې موږ د جګړه خوښوونکي نه یو، البته که جګړه پېښېږي موږ د دفاع حق لرو. همدارنګه د سیمې نا امني نه غواړو او جګړه ته ننوتل زموږ انتخاب نه دی.»

په همدې حال کې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر ملا نورالله نوري د افغانستان په تړاو  د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وايي، په خپلې ټکنالوجۍ دې غرور نه کوي؛ ځکه چې افغانستان له پاکستان سره نښتې ځمکه لري او د پاکستان پوځي رژیم د برید په صورت کې به پنجاب او سند هم روغ پاتې نه شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي: « خواجه صاحب دې دا نه هېروي چې روسان او امریکایان د ځمکې په لحاظ له موږ ډېر لرې وو، خو زما او ستا وصلت په پنجاب او سند کې دی، درسره وصل یم. ته په خپله ټکنالوژۍ مه غره کېږه، دا د عقیدې اساس او دا با شهامته ولس او د دوی جوش او صبر مه ازمویه. ته په دې باور ولره چې سپین ږیري او ځوانان به میدان ته دروځي، ځکه موږ او تاسو په ځکه کې سره وصل یو؛ د هغوی طیارې ۱۸ ساعته وروسته رسېدې، خو بیا یې هم انجام څه شو؟»

د اسلامي امارت دریځ بیا دا دی چې د ګاونډيو په شمول له ټولو هېوادونو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. دغه راز، له نورو هم تمه کوي چې ځمکه او فضا یې د افغانستان پر وړاندې استعمال نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی سعید خوستی وايي: « دا د افغانستان اسلامي امارت واضېح دریځ دی چې خاوره به یې د هېچا پر وړاندې نه کارول کېږي او دا چې د افغانستان په خلاف به د نورو خاوره او فضا هم نه کارول کېږي. افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره د سولې او ورورۍ په فضا کې ژوند غواړي او تمه لري چې دوی هم له افغانستان سره په سوله کې ژوند وکړي. د افغانستان خلک، ولس او نظام د بهرني تېري او یرغل په مقابل کې یو موټی دی او لکه څنګه چې یې تېر کې هر یرغلګر ته کلک ځواب ورکړی، که د پاکستان پوځي رژیم هم پر افغانستان تېری وکړي، افغانستان به کلک ځواب ورکړي.»

د تاریخ په اوږدو کې بیا افغانانو دا ثابته کړې چې پر هېواد یې د بهرنیو یرغلونه ورته د منلو نه دي او پر وړاندې یې په یوه صف کې درېدلي دي، خو غوښتنه داده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راپورته شوې ستونزه دې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې هواره شي.

د چارو کارپوهان وايي، که پاکستانی لوری تېروتنه وکړي او د افغان ولس او خاورې پر وړاندې پوځي لاره غوره کړي، نو افغانان به له خپل نظام سره یوځای سخت ځواب ورکړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « ما ته ښکاري دا نه یوازې د یوه ګاونډي او مسلمان هېواد له خوا یوه شومه او بده توطئیه ده بلکې دا د پاکستان دوه مخی سیاست هم ښيي. هر هغه عمل چې د افغانستان پر خاوره نه یوازې د پاکستان بلکې د بل هر هېواد له خوا ترسره کېږي، ټول افغان ولس یې پر وړاندې کلک درېږي، د ناکامولو، له منځه وړلو او نابودولو لپاره افغانان ډېر اوږد تاریخ لري. ښه به دا وي چې دا ستونزه د جګړې په ځای د ډېپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثباته کړې چې د هر یرغلګر پر وړاندې یې واحد صف جوړ کړی، خو د دې ترڅنګ افغانان سوله خوښوونکي خلک دي او تل غواړي چې مسایل د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي. که چېرې زموږ پر خاوه او حریم تېری کېږي، په ګډه او متحدانه توګه به ځواب ورکول کېږي.»

د قطر له مذاکراتو رانیولې په ترکیه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ درېیم پړاو مذاکراتو تر جریان پورې د پاکستان دفاع وزیر او ځنیو نورو چارواکو د خبرو اترو د روحیې پرخلاف، د افغانستان پر وړاندې د جګړې ژبه کاروله او ګواښونه یې کړي، هغه څه چې اوس یې افغان ولس پر وړاندې جدي دی او زیاتوي چې د هرډول یرغل او په تېره بیا د پاکستان له لوري د برید په صورت کې به له خپلو ځواکونو سره یوځای له خپلې خاورې دفاع کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist