Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت: ايران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن له زغم وتلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/11

په دې وروستیو کې په خواله رسنيو یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې په کې ښکاري  د سېد مهدي موسوي په نوم افغان ځوان د ايراني پوليسو له نيول له نيول کېدو وروسته په زور په ځمکه څملول شوی او په عام محضر کې شکنجه کېږي.

بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ايران کې د افغانانو پر وړاندې روان ناوړه چلن غندلی او له دې هېواد يې غوښتي چې د کډوالو په پر وړاندې خپل چلن له اصولو سره سم برابر کړي.

سرپرست حکومت له کډوالو سره د ايراني ځواکونو دغه ډول چلن له ټولو انساني اصولو سره په ټکر کې بولي او د غندنې ترڅنګ له ايراني چارواکو د دغه ناوړه چلند د درولو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې له مهاجرو سره وروستی چلن غندي او له ایراني چارواکو غوښتنه کوی چې د دې ډول خپلسرو حلقاتو پر وړاندې قاطع ګامونه پورته کړي، له کډوالو سره له زغم کار واخلي او د ځورونې لړۍ یې پای ته ورسوي.»

له افغان کډوالو سره د ايراني پوليسو د ناوړه چلن وېډيوګانو پر عامو خلکو سربېره د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت پاملرنه هم جلب کړې او د رسمي اعلاميې په خپرولو سره یې په دې اړه غبرګون ښودلی.

د دې وزارت په اعلاميه کې ورته چلن د کابل او تهران ترمنځ د اړيکو په زيان بلل شوی او په کې له ايراني چارواکو غوښتل شوي چې له سید مهدي موسوي سره شوي چلن په اړه د پلټنو پايله له کابل سره شريکه کړي.

د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند احمد ضیا تکل وايي: « په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو دغه ډول ناوړه چلن د افغان حکومت اندېښنه را پارولې ده. متعصبې ډلې هڅه کوي چې له دې ډول پېښو څخه په ګټنې د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.»

ايراني چارواکي دا نه مني، چې دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پوليسو له لوري ناوړه چلن شوی وي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه د هغو کړيو کار بولي چې په خبره يې د کابل او تهران د اړيکو خرابولو ته یې مټې رانغښتې دي.

له بلې خوا، د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي هم دغه پېښه غندلې خو په ورته حال کې له افغانانو سره د ناوړه چلن مستندو وېډيوګانو پر خپرېدو سترګې پټوي او وايي، په ایران کې افغان کډوال په هېڅ صورت نه دي ځورول شوي.

هغه زیاتوي:« ایران کې هېڅ چارواکی او بنسټ د کډوالو ځورول نه مني او دا د اسلامي ورورلۍ له سنت او د مېلمه پالنې دود خلاف ګڼي. د کډوالو ځورول د بهرنیانو پروژه ده، خو لکه څرنګه چې ايراني وګړي د ایران د قوانينو پر منلو مکلف دي، بهرني وګړي هم باید د ایران قوانین او مقررات ومني.»

د سیاسي چارو کارپوهان په ايران کې له افغانانو سره اوسنی چلن تازه نه بولي او وايي، له دې وړاندې هم په وار وار افغان کډوال د ايراني ځواکونو له لوري ځورول شوي دي.

دوی له ايران غواړي د افغان کډوالو پر وړاندې دې نرم چلن غوره کړي او په دې توګه نړيوالو اصولو ته ځان ژمن ثابت کړي.

د سیاسي چارو شننونکی فیض محمد ځلاند وا « ایران د افغانستان د یوه ګاونډي هېواد په توګه مسوولیت لري چې له افغان کډوالو سره نېک بشري، اسلامي او د ګاونډیتوب سلوک او چلن وکړي. خو اوسمهال داسې ښکاري چې ایران هم د پاکستان په شان د افغان کډوالو د ځورولو، ماتولو او بې عزته کولو په لارې ګامونه اخلي او په دې سره پر افغان ولس د فشار راوړلو هڅه کوي.»

يوازې ايران نه بلکې پاکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو هم پر خپلو خاورو مېشتو افغانانو سره چې د اوسېدولو قانوني اسناد لري، ناوړه چلن پيل کړی او له خپلې خاورې يې په زور د افغانانو شړلو لړۍ هم له څو مياشتو راهيسې پيل کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist