Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: د مسکو له هغې پرېکړې هرکلی کوو چې غواړي اسلامي امارت د ترهګرو له لېست وباسي

اسلامي امارت افغانستان کې د داعش ډلې شتون په اړه د سیګار ادعا رد کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/02

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي ادارې (سيګار) د امریکا کانګرېس ته د افغانستان د وضعيت په اړه په خپل ۶۶ راپور کې ویلي، د داعش په شمول ځينې ډلې په افغانستان کې فعالیتونو ته دوام ورکوي.

په دې راپور کې د داعش خراسان ډله د افغانستان او سیمې د امنيتي ثبات لپاره ستر ګواښ ګڼل شوې.

د سیګار راپور یوه برخه:« ترهګر ګروپونو له افغانستانه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی؛ دغه کار امریکا، ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.»

د سيګار په راپور کې افغانستان لا هم د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځای په توګه یاد شوی او دې ته په کې زياته شوې چې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د داعش ډلې بريدونه ۴۰ سلنه زیات شوي.

د سیګار راپور یوه برخه:« د داعش خراسان ډلې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان، ایران، روسیې، پاکستان او ترکیې کې د ۶۰ بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستى. دا د تېر کال په پرتله د دې ډلې په بریدونو کې۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.»

په ورته وخت کې د سرپرست حکومت مرستیال ویاند د سیګار دغه راپور ردوي او وايي، په افغانستان کې داعش او نورې وسله‌ والې ډلې له منځته وړل شوې دي.

د اسلامي امارت د وياند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « داعش په افغانستان کې تهدید بلل او په غیر مستقیمه توګه یې لوی ښودل یوازې د دې پدیدې لپاره کمپاین دی چې باید څوک یې ونه کړي. بله دا چې په افغانستان کې خپلسرې او بهرنۍ ډلې شتون نه لري. په دې تړاو په راپور کې راغلې خبرې حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.»

د سیاسي چارو شنونکي که څه هم ورته ډلې د نورو هېوادونو نيابتي ډلې بولي، خو ټينګار کوي چې د سيمه ‌ييز او نړيوال ثبات د خونديتابه په موخه دې نړيوال له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له سرپرست حکومت سره مرسته کړي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « زموږ د هېواد او زموږ د ولس د دغو ټولو غمیزو او بدبختیو عامل همدا بهرني هېوادونه او په رأس کې یې امریکا او انګرېزان دي. د امریکا او نورو هېوادونو د هغو نیوکو په اړه چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو ټپلو په اړه یې کوي، باید له دې وروسته د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه وي.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « په سیاسي تقابل کې د سیاسي ګټو لپاره د تعریف نه شتوالی مطرح دی. د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان د نړیوال امنیت په ټینګښت کې ښه رول لوبولی شي. که نړۍ غواړي له دې ډلو سره مبارزه وکړي، ښکاره خبره ده چې مالي او اقتصادي ملاتړ او دغه راز لوجسټکي موضوعات مطرح کېږي؛ آیا دوی د افغانستان له اوسني حکومت سره دا موضوعات لري، که لري یې نو خبرې دې وکړي او که یې نه لري، زه هیله لرم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

له دې وړاندې څو ځلې پاکستان هم په نړیوالو دریځونو له افغان خاورې د ترهګریزو بریدونو ترسره کېدو او په دې خاوره کې د وسله والو ډلو د پټنځایونو شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه، هغه څه چې د سرپرست حکومت له خوا په کلکه رد شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist