Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: د اسلامي امارت تګلارې د بشري حقونو پر زيان دي

اسلامي امارت افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ پر راتګ بندیز لګولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

ریچارډ بېنېټ د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د ملګروملتونو د بشري حقونو سترې شورا له خوا د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره ځانګړی راپور ورکوونکی وټاکل شو.

هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او له کابل سربېره یې له ډېرو ولايتونو د معلوماتو راټولولو په موخه ليدنې وکړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني دویچ ویله رسنۍ سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې ريچارډ بېنېټ د افغانستان بشري حقونو په اړه ملګرو ملتونو او نورو نړيولو سازمانونو ته ناسم معلومات ورکول او له همدې امله افغانستان ته د نوموړي پر راتګ بنديز لګول شوی.

د مجاهد په خبره، بېنېټ نړیوالو ته د افغانستان ناسم او له حقایقو لرې تصویر وړاندې کاوه او د دې تر څنګ يې د افغانستان حکومت پر ضد تبلیغات هم کول.

مجاهد زیاته کړې: « د ښاغلي بېنېټ په اړه باید ووایم، چې افغانستان ته د هغه پر راتګ بندیز لګول شوی؛ ځکه د افغانستان په اړه د پروپاګند لپاره ګومارل شوی و او داسې یو څوک نه دی، چې موږ یې پر خبرو باور وکړو. هغه به کوچنۍ موضوع لويوله او نورو سازمانونو ته یې هم ناسم معلومات ورکول.»

ریچارد بېنېټ د اسلامي امارت دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، خپلې دندې ته به ادامه ورکوي. نوموړي له اسلامي امارت غوښتنه کړې، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او اجازه ورکړي چې افغانستان ته سفر وکړي.

د بېنېټ په خبره، له تېر یوه کال راهیسې یې افغانستان ته سفر نه دی کړی او که د سفر ممنوعیت یې ادامه ولري، دا به له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل منفي اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره بيا د نجونو او مېرمنو د حقونو ناسم وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته مالومات وړاندې کول.

بېنېټ د افغانستان بشري حقونو په اړه په خپلو څو راپورونو کې سرپرست حکومت د ښځو او ټولو افغانانو له حقونو پر سرغړونه تورن کړی، خو سرپرست حکومت دغه تورونه تل رد کړي دي.

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي د اسلامې امارت دا پریکړه د افغانستان پر زیان بولي او وايي، په اوسنیو شرایطو کې باید له نړیوالو سره دا ډول چلن ونه شي او په خبره يې نه باید د خبرو دریڅې د سرپرست حکومت پر وړاندې وتړل شي.

دوی زیاتوي، که چېرې د بېنېټ راپورونه له حقایقو لرې وي، ښه دا ده چې د ملګرو ملتونو پر راپورونو له سره غور وشي.

د سیاسي چارو شنونکی فېض محمد ځلاند وايي: « دغسې بنډیزونه د ډیپلوماسۍ پر ناکامۍ دلالت کوي، کله چې موږ د خبرو اترو دریڅې تړو، په لوی لاس خپلې ستونزې لا پسې ډېروو او یو بل لیدلوری ورته ټاکو، چې هغه د تخصام او تصادف لیدلوری دی.»

یو شمېر نور بیا  پر ریچارډ بېنېټ د سفر بندیز ناسم کار بولي او وایي، افغانستان به نور هم انزوا ته کش کړي.

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي:« زه فکر کوم چې پر ریچارډ بېنېټ بندیز به د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي. پر طالبانو به نیوکې نورې هم زیاتې او افغانستان لا پسې انزوا ته لاړ شي. زما په نظر دغه بندیز یو ناسم کار او خطا ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې شورا د کارپوهانو اعلامیې له مخې، چې د اګیست په ۱۴مه خپره شوې، سرپرست حکومت د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د بنسټیز توپیر، جلا کولو او له خپلو حقونو څخه بې برخې کولو له چلن څخه کار اخیستی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist