Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت:د امریکا هغه ادعا بې اساسه ده،چې ګواکې د کابل پر هوايي ډګر بریدکوونکی دوی ازاد کړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/03

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د امریکا هغه ادعا بې بنسټه وبلله،چې ګواکې د کابل د تخلیې ماموریت پر مهال پر کابل هوایي ډګر داعش بریدګر د طالبانو لخوا د بګرام له  زندانه آزاد شوی و.

 

کریمي  وايي، د اګست شپږویشتمې بریدګر د دوی لخوا نه دی آزاد شوی او په وینا یې، مخکې له هغې چې اسلامي امارت  پر زندانونو واکمن شي، د داعش اړوند ټول زندانیان له زندانونو آزاد شوي وو.

کریمي زیاته کړه، دوی بیا هم هڅې کړي،چې له زندانونو تښتېدلي داعش بندیان یا ونیسي او یا یې هم له منځه یوسي.

کریمي  وايي:« دا ادعا چې ګواکې د اګست پر ۲۶ پر هوایي دګر بریدکونکی له بګرام زندانه خوشي شوی و، سمه نه ده. په دې اړه هیڅ ثبوت شتون نه لري. د بګرام زندان له ماتېدو او په هوایي ډګر برید تر منځ د وخت موده ډېره کمه وه، ممکنه نه وه،چې په دومره لږه موده کې له زندانه راخوشي شوی کس داسي لوی برید ترسره کړي.»

د امریکا بهرنیو استخباراتو مسوولینو د یکشنبې پر ورځ د کابل پرهوايي ډګر ت خونړۍ پېښې د بریدګر یو عکس خپور کړی او ویلي یې دي،چې یاد بریدګر عبدالرحمن اللوګري نومیده او د داعش ډلې غړیتوب یې درلود.

د امریکا استخباراتو دغه راپور چې نیویارک ټایمز خپور کړی،په کې ویل شوي،چې اللوګری وروسته له هغې د پروان ولایت له زندانه آزاد شوی و،چې اسلامي امارت کابل ونیوه.

د نیویارک ټایمز راپور یوه برخه :« اللوګري په ۲۰۱۷ کال کې د سي آی اې د مالوماتو پر اساس د هندي پوځیانو له خوا په نوې ډیلي کې نیول شوی و،چې وروسته سي آی اې ته ورکړل شو،چې ورپسې د بګرام په زندان کې زنداني شي. هغه د طالبانو لاسته د کابل له غورځېدلو وروسته له زندانه آزاد شو.»

د کابل په هوایي ډګر کې د اګست پر۲۶ نیټه خونړی ځانمرګی برید ترسره شو،چې په ترڅ کې یې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون څه باندې ۱۸۰ افغانان ووژل شول او له دوه سوو زیات ټپيان  شول.

اوس  د امریکا استخباراتي ادارې وایي، پر داعش ډله یې له دې امله تمرکز زیات کړی،چې پر امریکا د هغوی راتلونکو احتمالي بریدونو مخه ونیسي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist