Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/01

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې حکومت یې له افغانستان سره د شارژدافیر له کچې سفير ته د ډېپلوماټیکو اړیکو لوړولو پرېکړه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، افغانستان ته یې له وروستي سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه لور ته روانې دي او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سياسي اړیکو ښه والی به پر اقتصادي، امنیتي او سوداګریزو اړیکو د پام وړ اغېز ولري.

اسحاق ډار ویلي: « د ۲۰۲۵زېږدیز کال د اپریل پر ۱۹مه کابل ته له ګټور رسمي سفر وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې مثبت مسیر ته روانې دي. د دې حالت د دوام په موخه زه ډېر خوښ یم چې پاکستان پرېکړه کړې په کابل کې د خپل استازي موقف له شارژدافیر رسمي سفیر ته بدل کړي. زه باور لرم چې دغه ګام د دوو ملګرو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز تعامل په لوړولو او د اقتصادي، امنیتي او سوداګریزو اړیکو په ژورتیا کې مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به راکړه ورکړه لاپسې پیاوړې کړي.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه پریکړه چې په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړي هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان حکومت به په متقابله توګه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي.

کابل په دې باور دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړوالی به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پراختیا ته لار هواره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي:« د افغانستان اسلامي امارت به هم په متقابل ډول په اسلام اباد کې د افغان سفارت د شارژدافير کچه د سفير سطحې ته لوړه کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټيکو اړيکو د کچې لوړوالی ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پراختيا ته لار هواروي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دا مهال افغانستان له هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت او تعامل د پراختیا په حساسه مرحله کې دی او له پاکستان سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړوالی باید همداسې په متقابل درناوي ولاړ او متوازن وي چې نورو هېوادونو سره اړیکو ټینګښت ته زیان ونه رسوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « پاکستان په تېره نیمه پېړۍ کې د افغانستان له ولس سره د خپلو ګټو په خاطر دوه ګونې پالیسي کړې، خو اوس ټول افغانستان دې ته متوجه دي چې پر پاکستان څومره باور کېږي. موږ باید پاکستان او هندوستان دواړه په یوه تله کې وساتو، ترڅو پاکستان ته بیا بهانه په لاس ور نه شي چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي. دا چې پاکستان خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړوي، دا یو ښه ګام دی؛ موږ له دوی سره په ډېرو برخو کې مشترکات لرو او همدې ته په کتو باید هوښیار اوسو او خپله پالیسي مناسبه عیاره کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « که تېرو دوو لسیزو ته وګورو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ۲۰ سره اړیکې ولرو، خو له بده بخته هېڅ مثبته پایله یې ورنه کړه. زه تمه لرم چې پاکستان په خپلو پالیسیو کې اساسي تغییرات راولي او افغانستان ته د یوې متمدنې اړیکې لپاره لاس ورکړي. دا به د دواړو هېوادونو پر ګټه وي. همدارنګه افغانستان ته په کار ده چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یوه متوازنه پالیسي ولري.»

په ورته مهال چین له افغانستان سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د لوړوالي لپاره د پاکستان اقدام ستایلی او زیاته کړې یې ده چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا ښه کېدو، د باور زیاتوالي  او د همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.

اوس مهال افغانستان په اسلام اباد کې او پاکستان په کابل کې فعال سفارتونه لري چې چارې یې د شارژدافیرانو له لوري سمبالیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist