Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: ټي.ټي.پي په افغانستان کې ځالې لري

اسحاق ډار: له افغانستان سره مو کړې ژمنې عملي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/27

دې وروستيو کې کابل ته د پاکستاني چارواکو له سفرونو سره د ادعاوو پر ځای د دواړو لوريو تمرکز د همکاريو پر زياتېدو و.

خو د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزير ژر بېرته پر افغانستان له ادعاوو سره د خپلې تګ‌لارې چوپتيا ماته کړه.

اسحاق‌ ډار د دې ترڅنګ چې باثباته افغانستان يې د پاکستان د ګټو لپاره حياتي بللی ويلي، د افغانستان له خاورې پاکستان ته متوجې خطر يو حقيقت دی.

نوموړي په اتلانتيک شورا کې چې واشنګټن کې ده ويلي، کابل ته يې د سفر پرمهال د سرپرست حکومت له چارواکو پر شريکو مسايلو ډېر بحثونه کړي او د يادو بحثونو په پایله کې يې له خپل لوري کړې ژمنې هم عملي کړي دي.

هغه زیاته کړې:« باثباته افغانستان زموږ په حياتي ګټو کې شامل دی.  موږ سوله‌ ييز، ټولشموله او د خپلواک افغانستان غوښتونکي يوو. په هر حال، د افغانستان له خاورې د پاکستان امنيت ته د ترهګرۍ خطر واقعي دی. د روان کال د اپریل پر ۱۹مه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بنبست سربېره مې د يوې ورځې لپاره افغانستان ته سفر وکړ. موږ پر سياست بحث وکړ، پر سوداګرۍ، اقتصاد او کډوالو مو بحث درلود او تر لمر لاندې مو په هر څه بحث وکړ او له ليدنې وروسته مو شوې پرېکړې علني کړې. دواړو ملتونو په ژوندۍ بڼه اورېدې. دا مهمه ده څو وپوهېږئ، هغه څه چې ما يې د اپریل پر ۱۹مه ژمنه کړې، ټولې عملي شوي. کوم چې موږ د اعتبار جوړولو او د جولای پر ۷مه د افغان ټرانس پروژې لاسليک کولو ته سوق کوي.»

سرپرست حکومت د اسحاق ډار تازه څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې يې د یاد هېواد دا ډول تورونه په کلکه رد کړي.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغانستان دومره امکانات نه لري چې نيابتي ډلې جوړې او پاکستان ته يې د جګړې لپاره واستوي.

 دوی برعکس پاکستان تورنوي چې هم ترهګري روزي او هم يې له امله افغانستان ته د پړې ګوته نيسي.

 د سیاسي چارو شنونکی محمداسماعیل ځدراڼ وايي:« په افغانستان کې دومره زور چېرته شته دی چې له دې ځایه دوی دومره اکمالات ورته وکړي، د افغانستان دولت دومره بودیجه کله لري چې دوی سره دا مرسته وکړي. درېیمه خبره دا ده چې په کوردننه په کې زیاتې ستونزې دي، هلته ټي‌ټي‌‌پي راپورته شوې، بلوڅ راپورته شوې، پر دوی باندې هلته ظلمونه شوې دي.»

ځینې نور بیا وايي، سرپرست حکومت دې د پاکستان پر وړاندې خپل دريځ قاطع کړي او د هر عمل پر وړاندې دې يې عکس‌العمل وښيي.

دوی د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د ناامنيو لامل د پاکستان د پوځ هغه اعمال او چلن يادوي چې په قبايلو کې يې له خلکو سره جاري ساتلي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« د تاریخ په اوږدو کې پاکستان کله هم له افغانستان سره د دوستۍ لپاره کوم ښه نیت نه درلود، تل یې په هر ستېج کې، د ملګرو ملتونو له ستېج راواخله، تر امریکا، مونیخ او بیا د شانګهای تر ناستو پورې پاکستان تل دغه تور پر افغانستان پورې کړی چې په افغانستان کې تروریستان دي او پاکستان او یا سیمه ګواښي. »

د شنونکو په باور اسلام اباد د افغانستان چارواکو سره یو ډول او په نړیوالو سټېجونو بیا د افغانستان بل ډول تصویر وړاندي کوي.

 له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې کړې، خو اثبات لپاره يې هېڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist