Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: د پاک – افغان اړیکو لا ښه کېدو لپاره افغانستان کې د وسله والو ضد ګامونو ته اړتیا ده

اسحاق ډار: د پاک – افغان اړیکو لا ښه کېدو لپاره افغانستان کې د وسله والو ضد ګامونو ته اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/18

له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې روانو جګړو، د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې کارېدو په تړاو د پاکستاني چارواکو ادعاوې او د پاکستان له اړخه د افغان کډوالو د جبري اخراج مسایل هغه څه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو منفي سیوری غوړولی.

تازه د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر الجزیرې سره مرکه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړېکې لري او له تېرو څلورو کلونو راهیسې ورسره په سیاسي تعامل کې پاتې شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي: «له افغانستان سره مو دوه اړخیزې اړیکې مخ په وده روانې دي او ورځ تر بلې لا ښې کېږي. موږ له افغانستان سره په تېرو څلورو کلونو کې ښه تعامل کې پاتې شوي یو. له هغوی سره مو په بېلابېلو برخو لکه سوداګرۍ، اقتصاد، کډوالو او پر نور ګڼو مسایلو خبرې او راکړه ورکړه کړې ده. افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی او که دوی هغه ډلې چې د پاکستان ناامنۍ کې ښکېلې دي را کابو کړي، دا اړیکې لا ښې کیږي.»

دې ته په پام، د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، پاکستان دې د بې ځایه څرګندونو پر ځای له افغان لوري سره مخامخ خبرې وکړي او د خپلو داخلي ستونزو لپاره دې په‌ خپله حل‌لاره پیدا کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « نباید له یاده وباسو چې پاکستان له بده مرغه هېڅکله د افغانستان په تړاو په خپلو ژمنو نه دی درېدلی او هرکله د بېلابېلو بهانو په جوړولو سره د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو خرابولو سبب شوی. زه امید لرم تېرو تجربو ته په کتو، له افغانستان سره د اړیکو په تړاو له صداقت څخه کار واخلي.»

اسلامي امارت د اسحاق ډار د تازه څرګندونو او تورونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په وار وار ټینګار کړی چې اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب د اثبات لپاره د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې نه جوړوي او د مشکلاتو پر ځای دې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا مسایل د پاکستان خپل کورني یا داخلي مشکلات دي، نو د دې لپاره باید پاکستان د ټي.ټي.پي مهارولو یا له هغو سره د خبرو په موخه، په کور دننه سنجش وکړي او پالیسي ورته جوړې کړي، ترڅو هغه ګواښونه حل او فصل کړي چې اوس پاکستان ورسره مخ دی.»

له دې سره په یوه وخت، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د دې هېواد د بهرنیو چارو  وزارت ورغوښتی او د وسله ‌والو د فعالیتونو په اړه یې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاندیانو د سردار احمدشکېب د احضار په تړاو بې ‌خبري وښوده، خو تر دې مخکې د ملي فاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستان امنیتي ادارې ننګولې وې چې د خپل هېواد امنیتي ستونزو کې افغانستان دخیلوي او دا د دوی ښکاره کمزورتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist