Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
استادان: له طبي زده کړو د نجونو محرومیت نه جبرانېدونکې تشه ده

استادان: له طبي زده کړو د نجونو محرومیت نه جبرانېدونکې تشه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/05

د پوهنتون یو شمېر استادان په ټولنه کې د خلکو اړتياوو ته په کتو د عصري زده کړو پر پیاوړتیا ټينګار کوي او وايي، دا د انسان لومړنی حق دی چې طبي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري، خو د افغانستان په ډېری سیمو کې خلک له دې لاسرسي بې برخې دي.

 استادان له طب پوهنځي  د نارینه زده کړیالانو د فراغت غونډې پرمهال وویل، په طبي او نورو زده ‌کړو کې د نجونو نه موجوديت نه جبرانېدونکې تشه ده.

دوی دغه راز زياتوي، دا مهال د یو شمېر ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په هڅه کې دي، خو د متخصصو ډاکټرانو نه شتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د پوهنتون استاد عبدالباسط الهام وايي: « دا به ډېره ښه وای چې نن موږ ښځینه فارغانې هم درلودلی. زموږ ټولنه د طب برخې او فارغانو ته ډېره اړتیا لري. موږ حتی په ځینو ولایتونو کې د ولایت پر کچه د نسايي ولادي متخصصین نه لرو. موږ له خپلو مشرانو غوښتنه کوو چې ښځو او نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي او په دې سره د ټولنې دغه خلا رفع کړو.»

د پوهنتون یو بل استاد وايي: « د صحي برخې پر بنسټ دا د انسانانو لومړنی حق دی چې باید ډاکټر ته لاسرس ولري. تاسو یقین وکړئ تاسو د وطن په ډېر ولایتونو کې متخصص ډاکټران نه شته. یقینا ً هغوی هم انسانان دي او له مرکز لرې کومو ځایونو کې چې اوسېږي، د ژوند دغه اولیه ضرورت ته یې پوره اړتیا ده.»

د اسلامي امارت له بیاځل واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او له شاوخوا دوه کالو راهیسې ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له ورتګ هم منع شوې دي.

 له دې سره، سرپرست حکومت د ښځینه زده کړو په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه کې د نجونو نیمه عالي طبي زده کړې هم تر امر ثاني وځنډولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist