Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ارپايي ټولنې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو نورستان ته د مرستو رسولو غږ کړی

ارپايي ټولنې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو نورستان ته د مرستو رسولو غږ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/22

افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله له اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو ډېره اغېزمن دی او له امله یې عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او شتمنۍ یې ډوبېږي.

د تېرې دوشنبې ورځ ماسپښین ۳ بجې په نورستان کې د ناڅاپي سېلاب له امله تر اوسه ۲۳ کسان شهیدان او له ۸۰ زیات نور ټپیان شوي او سلګونه کورنۍ د همدې سېلابونو له امله اغېزمنې شوې دي.

تازه د دې سېلابونو په تړاو په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ او یوشمېر نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو د دې سېلابونو د اوښتو زیانونو په تړاو د غمرازۍ پیغامونه شریک کړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي: « زموږ فکرونه او دعاوې د نورستان له خلکو سره دي، هغوی چې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله زیانمن شوي. موږ له هغو کورنیو سره د زړه له تله خواخوږي ښیو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او له ټولو زیانمنو شویو سره خپل پیوستون څرګندوو. هیله لرو چې ورک شوي کسان ژر وموندل شي او د ژغورنې ټیمونو ته د ځواک او بریا هیله کوو.»

له دې سره هممهاله د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم د غمررازۍ ترڅنګ ویلي چې له خپلو همکارانو سره په ګډ‌ه کار کوي، ترڅو په راتلونکي کې اړتیاوې و ارزوي او یاد ولایت ته مرستې ولېږې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي: « دغو سېلابونو په خواشینۍ سره د ګڼو کسانو ژوند اخستی، ډېر کسان ورک شوي او پراخ مالي او انساني زیانونه یې اړولي دي. یو اېن اېچ سي آر به د ملګرو ملتونو له نورو ادارو او خپلو همکارانو سره یوځای په راتلونکو ورځو کې د خلکو د بیړني خوندیتوب اړتیاوو ارزونه وکړي او د بشري مرستو د ځواب ویلو له هڅو به ملاتړ ته ورشي.»

همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ههمغږۍ ادارې(اوچا) هم د زیانونو ارزونې خبره کړې او وايي، خلکو ته د مرستو رسولو اقدامات روان دي.

د اوچا دفتر زیاته کړې: « د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله چې د افغانستان د ختیځو سیمو ځینې برخې یې ځپلې دي، خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. په نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه زېربناوو ته هم زیان اوښتي. بشري مرستندویه همکاران د زیانونو او بېړنیو اړتیاوو ارزونه کوي او اغېزمنو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره اقدامات روان ساتي.»

بله خوا، افغانستان کې د جاپان سفارت هم پر خپله اېکس پاڼه د غمرازۍ پیغام شریک کړی او هیله یې څرګنده کړې چې زیانمن شوي کسان ژر تر ژره بېرته روغ او عادي حالت ته راشي.

د جاپان سفارت دغه راز ویلي: « موږ په نورستان کې د ویجاړوونکو ناڅاپي سېلابونو له امله چې د خلکو د مړینې او ټپي کېدو سبب شوي، ژوره خواشیني څرګندوو. د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښيو او فکرونه مو له ټولو هغو کسانو سره دي چې له دې پېښې اغېزمن شوي دي. هیله لرو ټول زیانمن شوي کسان ژر تر ژره روغ او عادي ژوند ته وګرځي.»

سېلابونه هر کال د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو ته د سر مال زیان اړوي. له نورستان وړاندې په بغلان، لوګر، کاپیسا او ځینو نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ورسول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist