Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه د امربالمعروف نوی قانون د ښځو او نجونو حقونو پر وړاندې جدي ننګونه بولي

اروپايي ټولنه د امربالمعروف نوی قانون د ښځو او نجونو حقونو پر وړاندې جدي ننګونه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/28

د سرپرست حکومت له لوري د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو نوي قانون ته د غبرګونونو پر دوام، دا ځل اروپايي ټولنې په يوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ټولنه له دې قانون حیرانه شوې او په دې اړه اندېښمنه ده.

په خبرپاڼه کې ياد قانون د بشري حقونو پر وړاندې جدي ننګونه او له زغم وتلی ګام ياد شوی دی.

خبرپاڼه کې غوښتنه شوې،چې سرپرست حکومت دې پر ښځو او نجونو لګول شویو محدوديتونو ته د پای ټکی کېږدي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د امر بالمعروف وزارت دا وروستۍ پرېکړه یوه بله جدي ننګونه ده، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او موږ ته د زغملو وړ نه ده. موږ له طالبانو غواړو، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې سیسټماټیکو محدودیتونو ته د پای ټکی کېږدي؛ ځکه د دې قانون پلې کول د بشري حقونو اړوند له ټولو هغو مکلفیتونو او تړونونو څخه سرغړونه ده، چې افغانستان یې غړی دی.»

له دې سره، اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو په شمول د ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو ادعاوې رد کړې، چې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر پر قانون يې نیوکې کړې.

ذبیح الله مجاهد دغه ډول نيوکې اسلامي اشعارو ته ګستاخي بولي او غوښتنه کوي، چې هېوادونه اسلامي ارزښتونو ته درناوي ولري.

بله خوا، د نظر خاوندان که څه هم د امربالمعروف قانون اړتيا بولي، خو وايي، سرپرست حکومت دې په کې د ذکر شویو ټکو په اړه قانع کوونکي دلايل وړاندې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « نړیوالو، اروپايي ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو ته د بشري حقونو رعایت په اصولو کې ډېر مهم دی؛ دا چې دوی یې خپله رعایت کوي که نه، جلا موضوع ده. اوسنیو چارواکو ته په کار ده، چې د امربالمعروف قانون په اړه وضاحت ورکړي، چې آیا دغه قانون د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړ شوی،که د افغانستان د دود او رواج له مخې. که داسې ونه شي، دا موضوع ستونزې جوړوي او نړیوال نور هم خپلې اړیکې پرې کوي، بندیزونه لګوي او مرستې بندوي.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانيار وايي:« د اروپايي ټولنې دغه پیغام هم د تېر په څېر سیاسي بڼه لري. دوی ته بشري او انساني حقونه مطرح نه دي، که داسې نه وي، ولې د فلسطین په اړه اعلامیه نه ورکوي. د افغانستان داخلي چارې په افغانانو پورې اړه لري او که ستونزې هم موجودې وي، ملت یې له سرپرست حکومت سره حل کولی شي.»

اروپايي ټولنې د امر بالمعرف او نهې عن المنکر قانون په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې اسلامي امارت چارواکي تل ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د شریعت په رڼا کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او د بشري حقونو د نړیوال بنسټونو هغه ادعاوې یې رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمنۍ کې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist