Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې د امریکا پر ځای ایران ته مخه وکړه

اروپايي ټولنه: اسلامي امارت دې حکومت کې مخالفینو ته هم ځای ورکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/02

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ارنولټ پاولز له شمشاد سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، اسلامي امارت ټولشموله نه دی،خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې یې پرمختګونه هم لیدلي دي.

پاولز زیاته کړه:« زموږ په اند اوسنی حکومت ټولشموله نه دی،خو په دې برخه کې مو هڅې حس کړي دي. زما په نظر دا  هڅې باید ډېرې شي او هغو خلکو ته ځای ورکړل شي،چې له طالبانو سره فکري اختلاف لري. بله موضوع  بشري حقونو او د بیان ازادي دي او موږ پر دې ډېر تمرکز لرو.» 

افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته نه یوازې یوشمېر هېوادونو خپل کونسلي خدمتونه بیا پیل کړي، سربېره پر دې اروپایي ټولنې هم  کابل کې رسما خپل دفتر پرانېستی او چارې یې پیل کړي دي.

دغه دفتر نه یوازې د خپلو بشري مرستو څارنه کوي،بلکې په سیاسي تعاملاتو هم بوخت دی.  

ارنوت پالوز وایي په افغانستان کې د یو ټولمشوله حکومت پر ځای د داسې یو حکومت پلوی دی،چې د خلکو سمه استازولي وکولی شي.

  هغه افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په تړاو وویل، بشري مرستې یې د تېر په څېر پنځه برابره لوړې کړي دي،چې ډېر تمرکز یې پر روغتیا او پوهنې برخو دی.

پاولز زیاته کړه:« اروپایي ټولنې د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره یو پکیج هم اعلان کړی دی،چې البته د تېر کال له بودیجې دی او د سږ کال لپاره به موږ په پلان باندې کار کوو. په دغه پکیج کې د ښوونیزې برخې، روغتیا برخې، اقتصاد او بې ځایه شویو خلکو لپاره مرستې موجودي دي.» 

دغه اروپایي دیپلومات پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو په اړه اندیښنه وښوده او وايي، وضع شویو بندیزونو نه یوازې د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی،بلکې دلته یې   د دوی فعالیتونه  هم ټکني کړي دي.

پاولز زیاتوي:« دې بندیزونو هم د افغانستان اقتصاد اغیزمن کړی  او هم یې زموږ فعالیتونه اغیزمن کړي دي. موږ له بهر پیسې نشو انتقالولی او په افغانستان دننه هم بانکونو ته پیسې نشو لېږدولی، چې دا ستونزې باید حل شي.» 

ارنولټ پاولز که څه هم د دوی د فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه کوي،خو ټینګار یې کړی،چې د افغانستان چارواکي دې د خلکو د ژوند ښه کېدو لپاره همکاري لا زیاته کړي. په ‌افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي اسلامي امارت ته د وړاندیز په توګه وویل، زړورتیا دې وښیي او هغو کسانو ته دې هم د لاریون کولو اجازه ورکړي،چې له دوی سره فکري اختلاف لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist