Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/09

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د چین په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

که څه هم د دې خبرو په تړاو ډېر څه نه دي رسنیز شوي، خو ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې مثبت لور ته روانې دي.

رویټرز خبري اژانس د چین بهرنیو چارو وزارت له قوله ويلي، افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د تېر اکټوبر له شخړې وروسته د رامنځته شوي کړکېچ لپاره یو هر اړخیز حل ولټوي.

رویټرز زياته کړې، افغانستان او پاکستان منلې چې داسې اقدامات به نه‌کوي چې وضعیت لا پسې ترینګلی یا پېچلی کړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي: « افغانستان او پاکستان د ارومچي په خبرو کې هوکړه کړې چې د تېر اکټوبر له شخړې وروسته به رامنځته شوی کړکېچ په هر اړخیز ډول حلوي. دواړو لوریو همدارنګه منلې چې داسې ګامونه به هم نه پورته کوي چې وضعیت لا پسې ترینګلی یا پیچلی کړي.»

د چین بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې دوامدارې ساتي او د خبرو لپاره به یو چوکاټ هم برابر کړي.

په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، له پاکستاني لوري سره خبرې تر دې دمه ګټورې روانې دي.

هغه په کابل کې د چين له سفير سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې کوچني بدلونونه به د مذاکراتو پرمختګ خنډ نه شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دې لیدنې په اړه وايي: « د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د مثبتې ارزونې ترڅنګ له خپل چینايي سیال او د هغه له ټیم څخه په ارومچي کې د مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه وکړه او همداراز یې د سعودي عربستان پاچاهۍ، ترکیې جمهوریت، قطر دولت او د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅې وستایلې.»

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « له اوضاع داښې ښکاري چې خبرې ښې روانې دي. دا چې خبرې دومره وځنډې او وخت یې ونیو، دا ښکاره کوي چې یو څه شته چې دواړه لوري یې د مذاکرتو پر مېز ناست ساتلي دي.»

بله خوا، د چارو څارونکي لا هم د پاکستان پر خبرو او ژمنو شکمن دي او وایي، دا هېواد په ریښتیني مانا نه غواړي چې له افغانستان سره خپلې ستونزې حل کړي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « پاکستان په سیمه کې د غربي نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکايي پروژو د پلي کولو ماموریت لري او ناچار دی چې دا پروژې پلې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « پاکستان مجبور دی چې په اوسنیو حالاتو کې له زغم کار واخلي، خبرو ته کېني او د اسلامي امارت خبرې ومني. همدارنګه دوی اړ دي چې خپلې نامشروع غوښتنې بدلې کړي.»

د پاکستان له لوري تر اوسه د دغو خبرو په تړاو څه نه دي ویل شوي او نه هم دا روښانه شوې چې د مذاکراتي ډلو د بحث وړ مهم ټکي څه وو.

د اسلامي امارت په پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، له کورنیو چارو او د دفاع وزارتونو عارف‌الله او روح‌الله عمر شامل وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist