Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اخوندزاده : نړیوال بانک افغانستان کې۲۰زره پروژې نيمه کاره پرېښي

اخوندزاده : نړیوال بانک افغانستان کې۲۰زره پروژې نيمه کاره پرېښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/25

د اسلامي امارت د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې دا ځل  د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده وايي، له سیاسي بدلون وروسته نړیوال بانک په افغانستان کې ۲۰ زره پروژې نېمګړې پرېښي او له دې بانک غواړي، چې خپلې نیمه کاره پروژې بشپړې کړي.

د اخوندزاده په خبره، نړيوال بانک دې د واقعيت موندلو په موخه افغانستان ته پلاوی ولېږي او د خپلو ارزونو په پایله کې دې له سرپرست حکومت سره د نيمګړو پروژو بشپړولو لپاره هوکړې ته ورسېږي.

اخندزاده زیاتوي: « نړیوال بانک څه کم ۲۰ زره پروژې نیمه کاره پرېښې او دوی تښتېدلي دي. موږ د دې بانک چارواکو ته وویل، چې د زرګونو مامورینو میاشتنی معاش مو تښتولی؛ همدا خبرې لامل شوې، چې هغوی د بېرته راتګ ژمنه وکړي. له مالیې وزارت سره خبرې روانې دي، ترڅو د هغو پروژو د بشپړولو لپاره مکانېزم جوړ شي، چې چارې یې نیمه کار او پوروړې پاتې دي. نړیوال بانک له موږ سره خبره کړې، چې راځي به او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره به ګډې پروژې عملي کوي.»

اخوندزاده د واخان – چین دهلېز د لومړني پړاو له بشپړېدو هم خبر ورکوي او وايي، په دې پړاو کې کېندنې، د استنادي دېوالونو او سړک جوړول او پرې د ۵۰ کیلومټره جغل اچول شامل دي.

د دې لارې د جوړولو چارې، چې بدخشان ولایت د چین له یارکند سیمې سره نښلوي، د ۵۰ کیلومتر په اوږدوالي سره تېر کال د کوچني پامیر له بزای ګُنبد سیمې پیل شوی او اوس د یوه کال په تېرېدو سره د دغه سړک د جوړولو چارې د چین او افغانستان تر منځ د ګډې پولې صفري نقطې ته رسېدلې دي، چې د چاروکو په خبره ټولې چارې به يې تر را روان ژمې پورې بشپړې شي.

اخوندزاده وايي: « پاتې ۵۰ کیلومټره سړک به ۱۰ مټره سور ولري او چارې به یې د ژمي تر راتګ وړاندې بشپړې شي، خو ښايي ځينې جزئي کارونه یې د سړې هوا له امله پاتې شي.»

د دغه وزارت چارواکي وايي، تېر کال په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۰ کوچني بندونه یا چکډیمونه جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د دوی په خبره، اوس ‌مهال په بېلا بېلو ولایتونو کې د اوبو رسولو د ۱۴۹ پروژو چارې روانې دي، چې له بشپړېدو وروسته به يې شاوخوا ۶۶۴ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رئیس مولوي ميرزا محمد شکېب وايي: « د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لارې په تېرو اوو میاشتو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۳ ولایتونو کې چک ډیمونه جوړ شوي. دغه راز په ۱۴۲ ولسوالیو کې د باراني اوبو زېرمه کولو لپاره د یوه کوچني بند جوړولو چارې هم پيل شوې دي.»

کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دغه راز زیاتوي،  د ۲۳ ولایتونو په ۵۱ ولسوالیو کې سلګونه کیلومټره سړکونه جوړ شوي او په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۸۸ کیلومتره سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې، دا مهال په نیمروز ولایت کې د کج ستار بند، په بادغیس کې د قادس بند، د مرکز قلعه نو د اوبو شبکه، سپین بولدک کې د پنځه کیلو متره استنادي دیوال جوړولو او د ګڼ شمېر پلونو، پلچکونو، کیلوالي سړکونو، استنادي دېوالونو جوړول هغه پروژې دي،چې تېر کال پيل شوې وې، کارونه يې لا هم دوام لري او په کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د دې وزارت چارواکي واي،ي د ۳۴ ولایتونو په ۱۴۹ ولسوالیو  او ۲۵۱ کلیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانانیو په لګښت د یونېسف په مالي مرسته د پاکو اوبو رسولو ۲۶۶ پروژې پلې شوي او په پایله کې یې شاوخوا ۱ میلیون، ۵۲۵ زره تنو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist