Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
احمد: د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هېڅ نجلۍ بدو کې نه ده ورکړل شوې

احمد: د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هېڅ نجلۍ بدو کې نه ده ورکړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/30

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معین له شمشاد سره مرکه کې ویلي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې په هېواد کې زورواکي او قوم پالنه پای ته رسېدلې او په خبره يې ټول افغانان د ورولۍ په فضا کې ژوند کوي.

محمد علي جان احمد وایي، په دې موده کې يې وزارت توانېدلی چې د ټول هېواد پر کچه ۱ زر او ۳۰۰ لويې او وړې قومي شخړې او لانجې په اساسي توګه حل کړي.

احمد زیاتوي:« په تېرو درېیو کالو کې موږ ۶۳۲ داسې لویې شخړې حل کړې چې په کې تقریبا ً په لسګونو انسانان وژل شوي او په میلیونونو افغانانو ته خسارات ور اوښتي وو. دغه راز ۶۵۵ مو وړې شخړې، یانې هغه شخړې چې له لسو کم کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي وي، دا هم موږ حل کړې دي.»

نوموړی د خپلې مرکې پر دوام زياتوي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې هېڅ نجلۍ په بدو کې ده نه ده ورکړل شوې.

د ده په خبره، له ایران سره د سرحدي نښو او پولو د نوي کېدو بهیر بشپړ شوی او په خبره یې د روان لمریز کال تر پایه به له ترکمنستان، ازبېکستان، تاجیکستان او چین سره هم سرحدي نښې نښانې تازه کړي.

مولوي محمد علي جان احمد زیاتوي: « د اسلامي امارت نمایندګان هم وو او د هغوی نمایندګاه هم وو. یو ځل دوی هلته سفر وکړ او باید هغوی دلته سفر وکړ. اوس ستونزې حل دي او موږ له ټولو ګاونډیانو سره تفاهم ته رسېدلي یو. له تاجیکستان سره هم هېڅ سرحدي ستونزه نه لرو.»

موده مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان پوځ ډېورېنډ فرضي کرښې ته څېرمه په هغو سيمو کې د اغزن تار غځولو هڅه کوي چې په کې ياد تار نه دی لګول شوی.

محمد علي جان احمد دې ته په کتو وایي، د ډېورېنډ فرضې کرښې په اوږدو کې به پاکستاني ځواکونو ته اجازه ورنه کړل شي چې اضافي اغزن تار وغځوي.

نوموړی زیاتوي: « اسلامي امارت به هېڅکله له چا سره په یوه لوېشت خاوره هم معامله ونه کړي. دا زما ایمان او عقیده ده او ټولو ته دا اطمینان ورکوم چې د پاکستان په ګډون له هېچا سره په یوه لوېشت خاوره هم معامله نه کېږي.»

د جرګو او قبایلو چارو معین که څه هم وضاحت نه ورکوي، خو وايي چې اوس مهال له کرښو تخريبي عناصر د افغانستان خوا ته نه شې تېرېدلی او په دې توګه ټولې پولې خوندي شوې دي.

هغه په دې اړه وايي: « په افغانستان کې یوه سیاسي ډله هم ګواښ نه ده، زه د دې خبرې اطمینان ورکوم؛ خو ځینې پېښې طبیعي خبره ده او خامخا کېږي.»

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادعا کړې وه چې د افغانستان خاورې ته ځيني عناصر د امنيت ګډوډولو په موخه له څو ګاونډيو هېوادونو را تېرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist