Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
احمدزی: هر کال شاوخوا ۲۰ زره تنو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

احمدزی: هر کال شاوخوا ۲۰ زره تنو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/08

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو په مزار شريف ښار کې د حرفوي زده کړو د هغه مرکز پرانسته وکړه چې١٦٠ تنو ځوانانو ته په کې د مبایل جوړونې، خیاطۍ، نلدوانۍ، انګلیسي ژبې او کمپيوټر زده ‌کړې ورکول کېږي.

د دغه وزارت د کار مرستیال محمد زاهد احمدزي په دې  اړه  جوړې شوې ناسته کې د وینا پر مهایل وویل،  د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا مهال د هېواد پر کچه د حرفوي زدکړو٥٢ مرکزونه لري چې هر کال ترې۲۰ زره ځوانان په بېلابېلو برخو کې له مسلکي او حرفوي زده ‌کړو وروسته فارغ کېږي.

احمدزی په دې اړه وايي: « د ټول افغانستان پر کچه د حرفوي زده کړو ۵۲ مرکزونه لرو او هر کال ترې ۲۰ زره تنه زده کوونکي فارغېږي. پلان لرو چې د دغو مرکزونو لړۍ له مرکزونو څخه ولسوالیو ته وغځوو او د همدې لپاره راغلیو یو چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست وړاندیزونه واخلو او د اړتیاوو په اړه سروې ترسره کړو.»

په مزار شریف کې پر حرفوي زده ‌کړو بوخت ځوانان خوښ دي چې د کار او کسب لپاره روزل کېږي او زیاتوي، اوس کولی شي له همدې لارې پرځان بسیا شي او آزاد کارو بار پیل کړي.

دوی همدا راز له حرفوي زده ‌کړو تر فراغت وروسته له سرپرست حکومت څخه د خپلو کسبونو اړوند وسايلو غوښتنه هم کوي.

له حرفوي زده کړو یو تن فارغ شوی زده کوونکی وايي: « په داسې حال کې چې اوسمهال په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه ده او ګڼ ځوانان وزګار دي، د حرفوي زده کړو پروسه ډېره ګټوره ده او له مخې یې ځوانانو ته کار پیدا کېږي.»

د حرفوي زده کړو یو تن بل فارغ زده کوونکی بیا وايي: « دولت باید د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته د اړوند حرفې او مسلک وسایل هم راکړي، ځکه چې موږ نه شو کولی دغه وسایل په خپل لګښت وپېرو.»

په همدې حال کې، د بلخ ځايي چارواکي له ځوانانو غواړي چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د خپلې راتلوونکي لپاره کار وکړي.

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: «له تاسو فارغ شویو زده کوونکو هیله لرم چې خپل وخت ضایع نه کړئ. باید له دې چمتو شوي فرصت غوره ګټه پورته کړئ او کار زده کړئ.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د حرفوي زده ‌کړو په مرکزونو کې تر ډېره هغه ماشومان او ځوانان زده ‌کړې کوي چې له دې وړاندې پر درنو کارونو، نشه ‌يي توکو کارولو او خیرات ټولولو بوخت و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي
افغانستان

پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي

جون 30, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist