Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شینواری: هغه کسان چې د  نظام له دننه مخالفینو سره مرسته کوي، ملي خاینین دي

admin by admin
2021/07/14

د افغانستان امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، هغه کسان چې د  نظام له دننه مخالفینو سره مرسته کوي، ملي خاینین دي او  دغو کسانو ته به دعدلي او قضايي اورګانونو له لوري د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړل شي.

شینواری وايي، د هغو کسانو لپاره چې د نظام له مخالفینو سره مرسته کوي، په نظامي برخه کې صحرايي محکمه شته،خو په وینا یې دوی د هېواد اساسي قانون ته ژمن دي.

شینواري زیاته کړه:« هرهغه څوک چې په جګړه ییزو شرایطو کې له دښمن سره مرسته کوي هغه ملي خیانت دی او دملي خیانت په جرم باید محکمه شي چې په هرچا ثابته شوه هغه به محکمه کیږي او دا دمحکمې صلاحیت دی چې څه ډول سزا ورکوي او په جګړیزو شرایطو کې به له هیچا سره مراعت نه کیږي او حتي موږ په پوځي برخه کې صحرایي محکمې هم دایرولای شو.»

په ورته وخت کې شینواری وايي،  افغان پوځ په تېرو درې ورځو کې لسګونه واړه او غټ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له ۱۳ سوو زیات وسله وال وژل شوي، څه باندې ۶۰۰ ټپیان دي او لسګونه نور یې ژوندي نیولي دي.

شنیواری زیاتوي:«  د دې عملیاتو په جریان کې ۱۳۶۹ طالبان وژل شوي دي، چې په کې د دوي کلیدي نظامي او استخباراتي افراد هم شامل دي. ۶۰۵ تنه نور ټپیان شوي دي، ۴۹ تنه یې ژوندي نیولي او ۷۱ حلقې ماینونه یې کشف او خنثي کړي دي .»

هغه وايي، د پلازمینې کابل د امنیت لپاره پرمختللی دفاعي سیستم فعاله شوی او د هر ډول واړه او ستر توغندیز برید  د خنثي کولو وړتیا لري.

شنواری وايي:« دا وسله داسې خاصیت لري،چې له هرځای راکټي برید وشي، خبر ورکوي  دتوغول شویو مزایلو ځای تثبت کوي او کولای شي،چې ټول راکټي بریدونه دفعه کړي.»

د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند  وايي، وسله وال پوځ د خلکو د امنیت او له هېواده  د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري او د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې منظم پلان جوړ کړی،چې تازه له لاسه وتلې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist