Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شینواری: طالبانو یوه سیمه هم په زور نه ده  نیولې.

admin by admin
2021/06/23

د هېواد له لسو زیاتو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو پایله کې چې وسله وال طالبان په ‌کې د شااوخوا ۶۸ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي، خو د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل شینواری د طالبانو دا ادعا ردوي او وایي، وسله والو طالبانو یوه سیمه هم  د زور له لارې نه ده نیولې.

اجمل شنواری وايي، د لاسه وتلو سیمو او ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلان جوړ شوی او ژر به عملي شي.

شینواری زیاته کړه:« ډېر ژر به د هیواد امنیتي وضیعت کنټرول شي، د دښمن پلانونه به شنډ شي دښمن هیڅ سیمه د زور له لارې نه ده نیولې او دښمن ددې وړتیا نه لري چې مخامخ جګړه وکړي.»

شینواري ومنله،چې په سوق اداره او تکتیکي برخه کې ستونزې وې،خو په وینا یې دا ستونزې حل شوي دي.

شینواری وایي: « په تکتیکي سطحه کې ستونزې وې او په تېرو درې ورځو کې مدیریت شو او لازم تدابیر ورته نیول شوي دي. په سوق او اداره کې چې  کومې ستونزې وې، مدیریت شوي دي.»

د روانې جګړې له امله،چې د دواړو غاړو سربېره په‌ کې عامو خلکو ته د سر زیان سربېره درانه مالي زیانونه اوښتي، د خلکو استازي یې نیابتي بولي او په وینا یې پردي جنګونه د یوه لوري په‌ ګټه هم نه دي.

د پوځي چارو شنونکي نذیر خلیل وايي:« کومه جګړه،چي په افغانستان کي دوام لري، منشاء یې له بهر څخه ده. دا یوه نیابتي جګړه ده، دلته په افغانستان کې نور هېوادونه خپلي موخي لري او روانه جګړه افغانانو نه ده پیل کړې.»

وسله وال طالبان بیا ادعا کوي،چې جګړې ته حکومتي ځواکونو زور ورکړی او د دوی ترحاکمیت لاندې سیمو کې یې عملیات پیل کړي،خو افغان حکومت دغه ادعا ردوي او زیاتوي،چې طالبانو تربل هر وخت جګړې ته شدت ورکړی او ټول تمرکز یې د سیمو په نیولو او جګړې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist