Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شینواری: تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴۰۰ زیات طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

admin by admin
2021/08/11

د افغانستان او امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواری وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ځمکنیو او هوايي بریدونو پرمهال له ۴۰۰ زیات طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

شینواري زیاته کړه:« په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۲۰ هوايي بریدونه،۱۸ ځانګړي عملیات، ۲۲ تصفیوي عملیات او ۶ ګډ عملیات ترسره شوي، چې په لړ کې یې  ۲۸۷ طالبان وژل شوي او ۱۲۷ نور ټپیان دي.»

د تخار، کندز٬ جوزجان٬ نیمروز او سرپل ولایتونو له سقوط وروسته طالبان بیا ادعا کوي،چې د سمنګانو ولایت ترڅنګ یې د کاپیسا نجراب ولسوالي نیولې او زیاتوي،چې وسله‌ وال یې دفراه ښار ته ننوتي  او ځينې سیمې یې نیولې دي.

په ولسي جرګه کي د تخار استازو بیا پر مرکزي حکومت نیوکه کړې،چې ترګواښ لاندې سیمو ته پر وخت اضافي ځواکونه نه لېږي او له همدې امله طالبان د سېمو پر نېولو بریالي کېږي.

ولسي جرګه کې د تخار استازی شرف الدین عیني وايي:«  اوس مهال د تخار ولایت مرکز کې جګړه نشته، خو په تېرو دوو میاشتو کې چې سخته جګړه وه، له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې،چې یو شمېر  کورنۍ کابل  او ځنې نورې بیا ولسوالیو ته کډه شوي. تاسو د دې شاهدان یاست،چې د کابل ښار پارکونو ته یو شمېر زیات د تخار بې ځایه شوي راغلي دي.» 

په ولسي جرګه کي د هلمند استازي بیا په یاد ولایت کې د انساني ناورین خبره کوي او زیاتوي،چې د جګړې پرمهال ملکي و ګړو ته د سر زیان سربېره درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازی میرویس خادم وايي:« پر حکومت او طالبانو دواړو مو غږ کړی، چې د خدای په خاطر جګړه ودروئ،چې نور مو هلمند تباه کړ، لشکرګاه مو تباه کړه. خو څوک خبره نه اوري، هغه خپل هدف،چې لري، هغه شوم هدف جنګ ته یې زور ورکړی دی.یو ځل بیا یې تکرارومه،چې هلمند یې تباه کړ، لشکرګاه یې تباه کړه.»

  د روانو جګړو له امله د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي،چې ډېری یې کابل ته راغلي اوان  سرپناه هم نه لري.

دولسي جرګې غړي وايي٬ که د جګړې روان حالت دوام وکړي،هېواد له ستر اقتصادي بحران او خلک به د فقر له ګواښ سره مخ شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist