Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شینواری: تېره یوه میاشت کې له ۶ زرو ډېر طالبان وژل شوي

admin by admin
2021/06/30

 په کابل کې د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل شینواري د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې شااوخوا ۱۶۰۰ عملیات کړي دي.

 په ورته وخت کې شینواری وايي،  د دغو عملیاتو پر مهال  له ۶ زرو ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او څه باندې ۳ زره  نور ټپيان شوي دي. 

د شینواري په خبره، په وژل شویو  وسله والو طالبانو کې ۳۳  او په ټپيانوکې یې ۹ تنه پاکستاني اتباع  شامل دي.

شینواري زیاته کړه:« د طالبانو  یوازې ۶ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي. ۳ زره او ۴۸۵ نور ټپیان شوي دي. وژل شویو طالبانو کې ۳۳ تنه   او په ټپيانو کې ۹ تنه یې پاکستاني دي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو ۶ زندانونه  هم نیولي دي.»  

په وروستیو جګړو کې یو شمېر ولسوالۍ د حکومت له واکه ووتې او د وسله والو طالبانو لاسته ولوېدلې.

 د ملي دفاع وزارت په دې اړه وايي، د سرتېرو د مرګ ژوبلې مخنیوي او د عامو خلکو خوندیتوب په خاطر یې  یو شمېر امنیتي پوستې او بېزونه پرېښې او اوس یې بېرته د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی  وايي: « موږ د  خپلو ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي او همدا راز د عامو خلکو تلفاتو مخنیوي په موخه یو شمېر سیمو کې شاتګونه درلودل یا پرېښودل شوي دي.  د همدې برنامې پر اساس زموږ موجه دلیل د خپلو ځواکنو د تلفاتو مخنیوی او د عامو خلکو مخنیوی دی. که چېرې موږ بیا ځلې هغو سیمو ته ورځو، په قدرت او لوړ توان سره ورځو.»

بل خوا د سېمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وایي، په تېر یوه کال کې د دوامدارو جګړو له امله  د یو مېلیارد ډالرو په لګښت عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

د یادې ادارې ویانده نرګس مومند وايي، سلګونه حکومتي ادارې او عامه المنفعه ودانۍ هم وروستیو جګړو کې له منځه تللي دي.

طالبانو تر اوسه پورې د دغو ادعاوو په اړه  څه نه دې ویلي،خو لا هم ادعا کوي،چې لسګونه ولسوالۍ يې په واک کې دي او د ملي دفاع وزارت هغه ادعا یې له وړاندې رد کړې،چې ځینې ولسوالۍ یې ترې بېرته نیولې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist