Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شینواری: تېره یوه اوونۍ کې له دوه زره زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

admin by admin
2021/08/01

د افغانستان امنیتي او دفاعي سکتور ویاند نن « یکشبنه د زمري پر ۱۰ مه» کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغان ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې له ۲۰۰  زیات هوايي او ځمکني عملیات کړي،چې په پایله کې یې له ۱۳ سوو زیات طالبان وژل شوي، شااوخوا ۸ سوه یې ټپیان دي او همداراز له ۱۰۰ زیات یې ژوندي نیول شوي دي.

شینواري زیاته کړه:« په تېره یوه اوونۍ کې له ۲۲۰ زیات عملیات شوي،چې په پایله کې یې ۱۳ سوه ۲۳ طالبان وژل شوي،چې کلیدي غړي یې په کې شامل دي،  ۷ سوه ۷۰ یې ټپیان دي او ۱۳۲ نور یې ژوندي نیول شوي دي.»

سره له دومره تلفاتو بیا هم طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی او کندهار هلمند او هرات ولایتونو کې یې سختې جګړې پیل کړي،چې ځینې سیمې یې نیولي هم دي.

طالبان وايي، د ښار ځینې سیمې نیولي او لاهم د پرمختګ په حال کې دي او لښکرګاه کې یې هم اوومه حوزه نیولې او پردویمې بریدونه یې پیل کړي دي. 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« زموږ جنګیالي د هرات په ښار او نږدې سیمو کې یې حضور لري او د دغه ولایت د پل مالان سیمه مو نیولې ده، په هلمند کې ۷ حوزه نیول شوي، پر دویمې حوزې جګړه روانه ده او د کندهار د هوايي ډګر د رن وې په له منځه وړلو سره د هوايي بریدونه مخه نیول شوې.»

 افغان ځواکونه مني،چې په دغو ولایتونو کې  امنیتي وضیعت ښه نه دی،خو ډاډ ورکوي،چې ځواکونه یې د دې توان لري،چې د ټول افغانستان او په تېره له کندهار، هملند او له هرات ولایتونو دفاع وکړي.

شینواری وايي:« د وسله وال پوځ ټول منسوبین او په ځانګړې توګه هغه،چې په دغو درېیو لایتونو کندهار، هلمند او هرات کې چې اوس په لوړ تهدیداتویا بېړنی حالت کې دي،خپل ټول جګړه ییز احضارات یې نیولي او د دې توان لرو،چې له دښمنه دغه سیمې وساتو.»

له تیرو څو ورځو راهیسې د جګړې زیات شدت په لوی کندهار او هرات ولایتونو کې دی،چې له امله یې په زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي،د مالي زیان ترڅنګ د سر زیان هم ورته اوښتی دی .

په ټوله کې غوښتنې دا دي،چې جګړه د حل لار نه ده او ښکیل اړخونه دې د سیاسي تفاهم له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist