Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شينواری: افغان ځواکونو په یوه اوونۍ کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته نیولي

admin by admin
2021/07/08

د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغان ځواکونو په وروستۍ یوه اوونۍ  کې له وسله والو طالبانو۱۴  ولسوالۍ بېرته نیولي دي.

شینواری وايي، په همدې موده کې بیا  له ۲ زره او ۳۰۰  ډېرر طالبان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

شینواري زیاته کړه:« وروستیو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې په مجموعي ډول ۲۷۸ ګډ، مستقل، هوايي برېدونه او تصفیوي عملیات  ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۲ زره ۳۶۷ تنه طالبان وژل شوي، ۱۴۱۲ نور ټپيان شوي او د داعش ډلې د ۸ غړو په ګډون ۱۸۲ نور نېول شوي دي. »

بادغیس، غور، لغمان، لوګر، کندهار، غزني، فراه، بلخ، سمنګان، هلمند، نېمروز، بدخشان، کندز او کابل هغه ولایتونه دي،چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان  ځواکونو او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ په کې سختې نښتې شوي دي.

دفاع وزارت وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې په یادو ولایتونو کې ۲۳۹ وسله ‌وال طالبان وژل شوي، ۱۵۷ ټپیان دي او ۲ نور نېول شوي دي.

شینواری بیاوایي، طالبانو  بیا د یوې اوونۍ په لړ کې  کې پنځه ځانمرګي بریدونه او ۷۰ بمي چاودنې کړي دي.

شینواری وايي:« طالبانو پنځه ځانمرګي برېدونه، ۷۰ بمې چاودنې او ۲۴ د ترور پېښې ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۳ تنه زموږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۰ نور یې ټپيان کړي دي.»

خو طالبان بیا د افغان حکومت دغه ادعا ردوي او وایې، یوازې د چهار شنبې په شپه یې درې ولسوالۍ نېولي دي.

 طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا خبرې او اوازې هېڅوک نه مني،ځکه که دوی دومره بریالي وای او داسې تلفات یې اړولی شوی،بیا نو ولې هره ورځ ۵ یا ۶ والسوالۍ پریږدي. کومې والسوالۍ چې موږ نیولي دي، شمیر یې ۱۶۶ ته ورسید.»

په روانه جګړه کې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا لري،خو دواړه خواوې د  خپل لوري تلفات هغه ډول چې ادعا کېږي ردوي.

د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ هم بېځایه شوي او دامهال له سخت حالت سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist