Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجرایه ریاست: د ولسمشر حکم به بې ثباتي رامنځته کړي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/24

د محمد محقق په اړه د ولسمشر حکم د اجرایه ریاست له غبرګون سره مخ دی.

دا جنجال وروسته له هغې پيدا شو چې ولسمشر په یو حکم سره د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له دندې لیرې کړ.

خو اجرایه ریاست وایي، د ولسمشر دا حکم د ملي یووالي حکومت د هوکړې خلاف دی او بې ثباتي رامنځ ته کولای شي.

د ټاکنو لپاره د نوماند کیدو او یا د یو نوماند مرستیال کیدو وړاندې باید دولتي دنده پریښودل شي، خو د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق چې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ کې د دویم مرستیال په توګه منل شوی، له دندې یې استعفا نه وه کړې چې ولسمشر په حکم کې هغه له دندې ګوښه کړی دی.

(( د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې د حکم په اساس د ملي یووالي حکومت اجرایه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق عزل منظور دی.))

د ولسمشر دا حکم د اجرایه  ریاست له غبرګون سره مخ دی او انديښنه یې ښودلې چې دا به بې ثباتي رامنځ ته کړي.

اجرایه ریاست وايي، د ملي یووالي حکومت چې اجرایه ریاست یې په تشکیل کې دی له ټاکنو وروسته د یو بل حکومت پورې به کار ته دوام ورکوي.

د اجرایه ریاست په تړاو اساسي قانون کې داسې کومه ماده نشته چې رهبري او یا مرستیالان به یې استعفا ورکوي که نه، خو ولسمشر ته اساسي قانون کې ځینو واکونه شته چې دا پریکړه یې کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist