Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتونبایوا: ملګري ملتونه د متشبثینو روزنې او همکارۍ ته ادامه ورکوي

اتونبایوا: ملګري ملتونه د متشبثینو روزنې او همکارۍ ته ادامه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/27

د خصوصي سکټور ملي ناستې تر سرلیک لاندې د وړو او منځنۍ کچې کاروباریانو پر ستونزو او د سوداګرۍ او اقتصادي برخې په غوړېدا کې د متشبثینو پر اړتیا او اهمیت خبرې وشوې.

په دې ناسته کې چې ګڼو حکومتي چارواکو، د ملګرو ملتونو سازمان او د اروپايي ټولنې استازو ګډون درلود، د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، د خصوصي سکټور او په ځانګړي ډول د وړو کاروباریانو د ملاتړ په موخه یې شاوخوا ۱۹۳ لویې او کوچنۍ پروژې پیل اوعملي کړې دي.

نوموړی د هېواد په اقتصادي وده او غوړېدا کې د متشبثینو ونډه او رول حیاتي ګڼي او زیاتوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا۳۰۰ شرکتونو ته زرګونه جریبه ځمکه وېشل شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي: « په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ شرکتونو ته ځمکه وېشل شوې ده. په هرات ښار کې زموږ د دوو صنعتي پارکونو درېیم او څلورم فاز او دغه راز په څو نورو ولایتونو کې صنعتي پارکونو ته ځمکې وېشل شوې دي.»         

په ورته مهال، د اقتصاد وزارت مسلکي معین د تشبثاتو فعالیت او غوښن موجودیت د محلي اقتصاد په وده، په سوداګرۍ کې د نوښتونو د ایجاد، پر نړیوالو مرستو د اتکا راکمېدلو او د بېوزلۍ او بېکارۍ په له منځه وړولو کې مهم ګڼي.

عبداللطیف نظري د اقتصاد او سوداګرۍ د پیاوړتیا او په دې برخه کې له انزوا د راوتلو لپاره په سیمه ‌ییزه او نړیوال کچه د اړیکو په رغښت او د لویو پروژو پر ایجادېدو ټینکار کوي.

نوموړی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارد ډالرو پر کنګل پاتې کېدو تندې نیوکې کوي او دغه څه په هېواد کې د شته اقتصادي ستونزو یو لامل ګڼي.

نظري په دې اړه وايي: « د افغانستان د خلکو د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانانو د شکنجه کولو مانا لري او د خلکو شکنجه له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره ټکر لري. زه هیله لرم دغه هېوادونه د نړیوالو قوانینو په رعایت کولو سره د افغانستان د خلکو پیسې آزادې کړي.»     

بل پلو، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره د کافي مالي ملاتړ نه شتون د متشبثینو له مهمو ستونزو یوه یادوي او د ښځو پر مشرۍ د وړو کارونو پر ودې ټینګار کوي.

روزا اتونبایوا له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د تشبث او وړو او متوسطو کارونو د لا پیاوړتیا په موخه، متشبثینو ته له هېواده بهر د زده کړو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې: « ملګري ملتونو د نړیوالې ټولنې له غړیو هېوادونو سره په همغږۍ متشبثینو ته د زده کړو او روزنې د زمینې په برابرولو کې همکارۍ ته دوام ورکوي؛ ترڅو له دې لارې وکړای شي خپل کاروبار ته وده او پرمختګ ورکړي. او زه دلته له اوسني حکومت هم غواړم، ترڅو متشبثینو ته په بهر کې د زده کړو ترلاسه کولو لپاره د تګ اجازه ورکړي.»

د اروپايي ټولنې استازی متشبثینو ته د ملي او نړیوالو مارکېټونو رامنځته کېدل مهم ګڼي او په خبره یې، دې ټولنې په افغانستان کې د وړو کاروبارونو لپاره ۶۰ میلیونه یورو بودیجه په واک کې لري.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د پراختیايي برخې استازی ایریک نیوم وايي، په تېرو درېیو کلونو کې له شاوخوا ۸۰ زرو متشبثینو په بېلابېلو برخو کې ملاتړ شوی.

نیوم زیاتوي: « دا مهال موږ په افغانستان کې د متشبثینو د مالي ملاتړ او د خصوصي سکټور د ودې لپاره شاوخوا۶۰ میلیونه یورو له افغانانو سره د مرستې په موخه په واک کې لرو چې دا زموږ د لویې پانګونې او همکارۍ ښکاروندويي کوي.»

له دې سره، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د مالیزیا سفیر هم له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي او تجارتي ملاتړ ډاډ ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist