Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتونبایوا: د لومړي ځل لپاره افغانستان سره د پراختیايي مرستو کچه له بشري مرستو ډېره شوې

اتونبایوا: د لومړي ځل لپاره افغانستان سره د پراختیايي مرستو کچه له بشري مرستو ډېره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/23

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، روزا اوتونبایوا د هېواد اقتصادي ودې او له افغانستان سره د نړيوالو له لوري د کېدونکو بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې کړې.

متقي په دې ناسته کې ويلي، د اقتصادي پرمختيا په برخه کي یو شمېر پلانونه د پلي کېدو په حال کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، د هېواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس د ودې پر لور حرکت کړی او د دې خبرې یو ثبوت د نړیوال بانک وروستی راپور دی. نړیوال بانک د افغانستان د سږ کال اقتصادي وده ۲.۷ سلنه ښودلې. محترم متقي صاحب وویل، د اقتصادي پرمختیا په برخه کې نور پلانونه هم د  پلي کېدو په حال کې دي چې له بشپړېدو سره به یې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان اوسو.»

بله خوا، د يوناما مشرې ويلي په تېرو درېيو کالونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو زياته شوې او دا يو مثبت پرمختګ دی.

روزا اوتونبایوا دغه راز له افغانستان سره د بشري او پراختيايي مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

ورته مهال، د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان وګړي په اوسني حالت کې له سختو اقتصادي ستونزو او فقر سره مخ دي او په خبره يې، نړيوالو ته په کار ده چې بشري مرستې ورسره جارې وساتي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « په اوسني حالت کې باید بشري مرستې زیاتې شي، ځکه چې خلک له فقر سره مخامخ دي. تر هغوی چې د دوی اقتصادي ستونزې حل کېږي او بیا پراختیايي مرستې کېږي او پروژې پلې کېږي، د دغو پروژو تر بشپړېدو او ګټې ته رسېدو پورې، خلک اړتیا لري چې بشري مرستې ورسره وشي.»

ځینې نور  بیا له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنک پرمختیايي مرستې هم اړینې بولي.

دوی وايي، دا چې افغانستان له اقتصادې پلوه پر ځان بساینې ته نږدې شي، نو اړینه ده چې اساسي او پراختیايي پروژې په کې پلي شي.

د اقتصادې چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « مرستې که په هره برخه کې وي یا په هره سطحه وي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي. په دې کې شک نه شته، هغه مرستې چې په پراختیايي پروژو کې مصرفېږي، تأثیرات یې د هغو مرستو په پرتله زیات دی چې له بشري ناورین سره د مبارزې په برخه کې لګول کېږي. که د مرستو لړۍ په دواړو برخو کې جاري وي او ترسره شي، دغه کار په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري.»

د کارپوهانو په باور، له اقتصادي پلوه د افغانستان په خپلو پښو درولو لپاره اړینه ده چې سرپرست حکومت پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو بهر مېشتي افغان پانګوال هېواد ته را ستانه شي او په کوردننه پانګونه وکړي.

د سرپرست حکومت چارواکو له دې وړاندې هم په وار وار بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو بادې غږ کړی چې افغانستان ته راستانه شي او دوی به ورته ټولې اسانتياوي برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist