د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر پرون د سیمې هېوادونو له سفیرانو سره ناسته کړې.
ناسته کې اتمر د سیمې هېوادونو له سفیرانو سره د وروستي وضعیت په تړاو او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په اړه خبرې کړي دي.
اتمر له سفیرانو غوښتي دي، چې هېوادونه یې باید پر طالبانو فشار راوړي،ترڅو له تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله وکړي.
په لیدنه کې اتمر ویلي، لا هم طالبان له نورو وسله والو ډلو سره اړیکې لري او د سیمې ثبات لپاره پټ ګواښ دي،چې په خبره یې باید پر وړاندې یې جګړه وشي.











