Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ

اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو د برخليک په اړه د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو دریځ بدل شوی.

 وروسته له هغې چې جرمني په يوه تازه اقدام کې ۲۸ افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل، اتریش د دې کار هرکلی کړی او وايي، له جرمني سره په ګډه به پر جرمونو د تورن افغان کډوالو پ ايستلو کار وکړي.

خو د بښنې نړیوال سازمان له جرمني د افغانانو د یوې ډلې ایستلو په غبرګون کې دغه کړنه له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او ټينګار يې کړی چې له يادو قوانينو د سرغړونې مخنيوي لپاره بايد نور افغانان له جرمني او اروپايي هېوادونو ونه ایستل شي.

د بښنې نړیوال سازمان د خبرپاڼې یوه برخه: « غیر قانوني اعدامونو، جبري ورکېدلو، شکنجو او د نجونو او ښځو سیسټماټیک محکومیت ته په کتو باید هېڅوک په زور افغانستان ته وا نه ستول شي. د جرمني دغه پرېکړه د پناه غوښتونکو د اخراج مخنیوي له قانون سره په ټکر کې ده.»

که څه هم سرپرست حکومت د افغان کډوالو په تړاو د جرمني وروستی اقدام او د اتریش ملاتړ په اړه څه نه وايي، خو د جرمني رسنیو ویلي، دغه کار د قطر په منځنګړیتوب د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر همغږۍ شوی.

د سیاسي چارو شنوونکي دغه ګام د جرمني حق ګڼي او وايي، یاد هېواد اړ شوی، ترڅو هغه افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې وباسي، چې په غیر قانوني کړنو لاس پورې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « له بده مرغه دغه کسان په غیر قانوني او غیر اخلاقي کړنو لاس پورې کوي او کوربه هېوادونه مجبوروي چې له خپلې خاورې یې وباسي. زما په اند، باید خپله افغانستان کې د خلکو لپاره د کار او زده کړو شرایط چمتو شي.»

بله خوا، د زندانونو چارو د سمون ادارې مالومات ښيي چې اوسمهال د ایران او پاکستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې شاوخوا نهه زره افغانان بندیان دي، چې له ډلې یې ۱ زره او ۱۰۰ تنه را خوشې شوي او د نورو د خوشې کولو هڅې روانې دي.

د زندانونو چارو سمون ادارې سرپرست مولوي محمد یوسف مستري: «په نورو هېوادونو کې موږ له ۸ تر ۹ زرو بندیان لرو. تر ټولو ډېر بندیان په ایران هېواد کې دي؛ په تېرو کلونو کې هلته شاوخوا ۶ زره تنه افغانان بندیان وو چې تېر کال ۱ زر۱۵۸ تنه هېواد ته را لېږدول شوي، شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نور دوی خپله خوشي کړي.»

اسلامي امارت له یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ستنولو په تړاو څه نه وايي، خو له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو پرمهال یې ویلي وو، چې ټول کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو حقونه تامين او اړوند اسانتياوې ورته برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist