Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اترا: د ۱۵ ولايتونو لرې پرتو سیمو کې مخابراتي سايټونه فعالېږي

اترا: د ۱۵ ولايتونو لرې پرتو سیمو کې مخابراتي سايټونه فعالېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/01

د لرې پرتو او غرنیو سيمو خلک د مخابراتي خدمتونو له کیفیت او دغه راز کمیت څخه شکایتونه کوي، حال دا چې په دغو سیمو کې انټرنېټي خدمتونه په نشت حساب دي.

تازه د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له ځېنو مخابراتي شرکتونو سره د څه باندې ۱۳ ميليونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې، به یې په ۱۵ ولایتونو کې ۱۴۹ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکالوژۍ وزارت چارواکي که څه هم په لرې پرتو سیمو کې د انټرنېټ د ټيټ کيفيت ستونزه مني، خو وايي ژر به دغه ستونزه هم حل شي.

د مخابراتي او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني وايي: « نن د لاسلیک کېدونکي قرارداد مالي ارزښت ۱۳.۸ میلیونه ډالره دی. د دې پروژو په پلي کېدو سره به وکولی شو چې د افغانستان لرې پرتې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولو.»

 حقاني پر مخابراتي شرکتونو د ښه کیفیت خدمتونو وړاندې کولو غږ کوي او وايي، د بهرنیو کادرونو په کارولو سره دې افغانان په تخنيکي برخو کې وروزي او بیا دې یې په دندو وګوماري.

هغه زیاتوي: «کله چې دلته کوم بهرني وګړي ته د کار کولو اجازه ورکول کېږي، نو شرط به یې دا وي چې د افغانانو په روزنه کې به مرسته کوي.»

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اترا ادارې د مالوماتو له مخې، د ټولیز لاسرسي لسمې پروژې په اډانه کې د څه باندې ۳۲.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي او ډېر ژر به یې د تطبيق چارې پیل او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist