Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اترا د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو راضي نه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/20

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې( اترا) یو خبري ناسته کې د تېر کال لاسته راوړنو راپور شریک کړ.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایې، د نورو ننګونو ترڅنګ مخابراتي شرکتونه د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو کې ملامت دي. 

د دغې ادارې مشر وایې، تیرو ۳ میاشتو کې هر مخابراتي شرکت د ټیټ کیفیته خدمتونو له امله سل میلیونه افغانۍ جریمه پریکړې ده.

له دې سره یوشمیر هېوادوال د مخابراتي شرکتونو له اوسنیو خدمتونو شکایت لري او مخابراتي شبکې د پیسو پر غلا کولو تورنوي.

مسوولین وایي په تیرو ۳ میاشتو کې دغې ادارې ته د هېواد له بېلابیلو برخو نږدې ۶ زره شکایتونه رسیدلي دي.

د دې ادارې مشر محمد نجیب عزیزي مخابراتي شرکتونه د پیریدونکو لپاره د ښه مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو رسولو کې ناکام یاد کړل.

له دې سره هرات ولایت کې په ټولنیزو رسنیو کې له ټیټ کیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو شکایتونه ډیر شوي او دې برخه کې اترا اداره پړه ګڼل شوې.

د اترآ اداره بیا وایي د پخوا پرتله د مخابراتو او انټرنیټي خدمتونو رسولو ساحه پراخه شوې، ښوونیزی، تحصیلي، رسنیزې ،روغتیایي او د عامه خدمت رسونې ادارې له مخابراتي سیستم سره نښلول شوې دي.

د اترا د مالوماتو لمخې اوس مهال د پنځه مخابراتي شرکتونو او د انټرنیټي خدمتونو پنځوس شرکتونو لخوا پر دغه سکتور ۳ میلیارد ډالر پانګونه شوې ده.

مسوولین وایي، پام کې لري چې راتلونکو دوه کلونو کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو لګښتونه پنځوس سلنه راکم کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist