Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نیمروز له لارې له ایرانه هېواد ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوی

آی.او.اېم: له ایرانه تېره میاشت ۲۳۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/05

له تېرو درېیو کلونو راهیسې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه او بد چلن راپورونه خپرېږي، چې په کور دننه او بهر غبرګونونه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.اېم) په خپل تازه راپور کې ویلي، تېره میاشت له ایران۲۳۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د راستنو شویو افغانانو له ډلې ۴۳ سنله هغه يې د ايراني ځواکونو له لوري پر زور او جبره اخراج او افغانستان ته را شړل شوي.

د راپور یوه برخه: « په تېره یوه مېشت کې ۲۳۰زره افغان کډوال له ایران افغانستان ته لېږل شوي. له ستنو شویو کډوالو شاخوا نیمايي هغه يې په خپله خوښه او ۴۳ سلنه نور د ایران امنیتي ځواکونو له خوا پر زور افغانستان ته ایستل شوي دي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د روان کال په می کې افغانستان ته ستانه شوي وو، چې شمېر ۹۱زره کسانو ته رسېده.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلن د منلو وړ نه دی او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت دې په کابل کې د ایران سفیر احضار کړي او ترې ودې پوښتل شي، چې ولې له افغان کډوالو سره دغلته ناوړه چلن دوام لري؟

دوی زیاتوي، چې په ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان حساسيت له امله دغلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي او زیاتوي، ایران له دې لارې هڅه کوي، چې  پر سرپرست حکومت خپلې غوښتې ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې د ایران کورنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي وو، چې هېواد یې نور د افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري او د دغسې کسانو ایستل یې لومړېتوب دی او دوه میلیونه افغانان به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې له ايران وباسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist