Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
آی.او.ایم: نږدې څلورو کلونو کې ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي

آی.او.ایم: نږدې څلورو کلونو کې ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/04

د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړیوالې ادارې (آی.او.ایم)  راپور ورکړی، چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې ۸ میلیونه افغانان د ایران او پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

راپور کې ویل شوي، د یادو کډوالو له ډلې یو میلیون یې اروپا او پاتې هغه یې په ایران او پاکستان کې مېشت دي.

راپور کې وړاندې ویل شوي، چې د دې کډوالو زياته برخه هغه افغانان تشکلیلوي، چې د بې‌روزګارۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوي.

راپور زیاتوي، هغه کډواله چې په کوربه هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د پوليسو له لوري له سختو ستونزو سره مخ شوي.

د راپور یوه برخه:« له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي، چې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادو او په ځانګړې توګه ایران ته تللي دي او یو میلیون یې اروپا ته هم کډوال شوي. د بې‌روزګارۍ له امله نږدې ۷۰ سلنه یې ایران ته د کار پیدا کولو په موخه ورغلي، چې ډېری یې له ناوړه او غیر انساني چلن  سره مخ او بېرته ایستل شوي.»

د کډوالۍ نړیوالې ادارې  په ۲۰۲۳ ز کال کې له ایران د راستنو شویو افغانانو شمېر شاوخوا یو میلیون ښودلی او ۶۰ سلنه یې هغه افغانان دي، چې په زور رایستل شوي.

له دې سره په پاکستان کې افغان کډوال، چې خپل برخلیک په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړې ته اندېښمن دي وايي، د پاکستان حکومت د ناقانونه افغان کډوالو پر ایستلو سربېره هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، حقونه نه ورکوي او په ورځنیو کارونو کې ورته ستونزې پیداکوي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال نظ محمد وايي:« په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند ډېر تریخ شوی دی. پاکستان کې افغان کډوال له بشري حقونو ډېر لرې ساتل شوي، ځکه چې د پاکستان ملکي وګړي چې دي، له افغان کډوالو د خپلو ځمکو غوښتنه کوي، کرایې ترې غواړي، په دې برخه کې له موږ سره هېڅ چا مرسته نه ده کړې.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا د کډوالۍ لاملونه بې‌روزګاري، پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو محدودیتونه یادوي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د کډوالۍ مخنیوي لپاره یوه منسجمه پالیسي رامنځته کړي.

د بریټانیا کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ برخې حقوقي سلاکار وايي:« انسانان چې کډوال کېږي، یا په ځانګړې توګه افغانان چې نورو هېوادونو ته ځي او کډوال کېږي، دا ځانته عوامل لري، فقر، بې تعلیمي، د اسانتیاوو نه شتون، بحرانونه، امنیتي ستونزې، شخصي دوښمنۍ، د دولت له خوا فشارونه ا و داسې نور عوامل دي، چې خلک اړ کېږي.»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو دکډوالۍ ادارې له پاکستان او ایران غوښتي ول، چې د کډوالۍ په برخه نړیوال اصول مراعات کړي او په افغانستان کې د وضعیت تر ښه کېدو پورې له افغان کډوالو سره په چلن کې نرمښت رامنځته کړي.

خو د دې غوښتنو سره سره ایران او پاکستان د افغان کډوالو په جبري توګه د ایستنې لړۍ چټکه کړې او ټینګار یې کړی، چې ناقانونه کډوال به بېرته افغانستان ته استوي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist