Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالۍ نړیواله اداره‎: تېره اوونۍ څه باندې ۷۰ زرو افغانانو خپل هېواد پرېښی

آی.او.ایم: له ۲۰۲۰ کال راهېسې څه باندې ۸ میلیونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/19

د کډ‌والۍ نړیوالې ادارې (آی.او.ایم) د راپور له مخې، هر کال میلیونونه افغانان د کاري فرصتونو نه ‌شتون، بېوزلۍ، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي نه لرلو او نورو بېلابېلو ستونزو له امله قانوني او غیرقانوني کډوالۍ ته مخه کوي او تر ډېره ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

په راپور کې راغلي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر ۸ میلیونو زیات افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوې دي.

راپور کې وړاندې راغلي، له دې جملې د روان کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۳.۷۵ میلیونه افغانان ایران، ۲.۰۵ میلیونه نور پاکستان ته کډه شوې دي.

د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۳.۷۵ ميليونو افغانانو په ايران او ۲.۰۵ ميليونو نورو افغانانو په پاکستان کې ژوند کاوه. د کډوالۍ نړيوالې ادارې د ټيمو له لوري څه باندې ۱.۲ ميليونه افغانان چې په قانوني او ناقانونه لارو پاکستان او ايران ته کډوال شوې وو، بېرته يې افغانستان ته د ستنو شویو په توګه تثبيت کړي دي.»

له دې ډلې څه باندې ۸۰ زره کسان له پاکستان او ۱.۱میلیونه نور هغه یې له ایرانه ایستل شوي.

ه دغو هېوادونو را ایستل شوي کډوال وايي، د اقتصادي ستونزو امله کډوالۍ ته اړ شوي وو.

د سیاسي چارو شنونکي د کډوالۍ اصلي لاملونه بېوزلي او طبیعي پېښې یادوي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې بېرته را ستنېدونکو ته د کار او زده ‌کړو زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « له ولس سره یې ناروا بشري جنایتونه ترسره کړل او ولس هم اړ شو چې د خپل ځان د بقا، عزت خوندي کولو، له لوږې او تندې د ځان ژغورلو لپاره هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډه شي. موږ د مهاجرت قرباني شوي یو، خو اوس په افغانستان کې امنیت راغلی او طالبان باید د ولس او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني، پر ولس له فشار راوړلو لاس واخلي ترڅو افغانان بهر ته د تلو لپاره اړ نه شي، مال او عزت یې خوندي شي.»

ځينې نور بیا د کډوالۍ اصلي لاملونه په کور دننه د قدرت پر سر د لسيزو جګړې یادوي او له سرپرست حکومته را ستنېدونکو کډوالو ته د هر ډول امکاناتو برابرولو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « مهاجرت د جګړو، بېوزلۍ، بدختۍ، خدمتونو ته د لاسرسي نه لرلو او د جبري حکومتونو له خوا خلکو ته د خدمت نه کولو د دوام له امله یوه ناوړه رامنځته شوې پدیده ده. افغانان هم د غیر ولسي او جبري حکومتونو له خوا د زور زیاتي په پایله کې د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شوي. حکومتونه باید د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت درک کړي او د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت هم باید په ځانګړې توګه ځوانانو او ښځو ته د کار، زده کړو او معیشت په برابرولو سره، نورو هېوادونو ته د خپلو خلکو د کډه کېدو مخه ونیسي.»

له دې سربېره، د کډوالۍ نړیواله اداره د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه بېوزلي، د کاري فرصتونو نه شتون، جګړې او طبیعي پېښې يادوي.

 د دې ادارې د مالوماتو له مخې، هر کال میلیونونه کسان د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist