Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

آی.او.ایم: د ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو لپاره ۱۶ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو 

admin by admin
2025/09/13

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو چې په پرلپسي ډول یې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزله ځپلو سره د نړیوالو مرستو د کمښت په اړه اندېښنې مطرح کړي، یو ځل بیا د دې سازمان د کډوالۍ څانګې (آی.او.ایم) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بېړنیو بشري مرستو لپاره ورسره څه باندې ۱۶ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د دې سازمان چارواکو راتلونکی ژمی په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د دې هېواد په ختیځو ولایتونو کې چې وروستۍ زلزلۍ یې زرګونه کورنۍ له سخت بشري وضعیت سره مخ کړي سخت بللی او د ښځو او ماشومانو خوندیتوب لپاره یې  پر نړیوالو بېړنیو مرستو ټينګار کړی.

آی.او.ایم په دې اړه ویلي:« د کډوالۍ نړیوال سازمان د ژغورونکو مرستو د پراخولو هڅې پیل کړي، چې د بېړنیو بشري مرستو لپاره ۱۶.۸ میلیونو ډالرو ته جدي اړتیا لري. دې سازمان تر دې دمه ۱۳۴زره د زلزلې زیانمن شویو سره مرستې کړې او دغه مرستې داسې مهال شوي چې افغانستان له ګڼو بشري بحرانونو سره لاس او ګریوان دی.»

د دې سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي، له  خرابو سړکونو سربېره یې د شاوخوا ۲ زره زلزله ځپلو کورنیو سره په ۱۰ ولسوالیو کې مرستې کړې دي.

په ورته مهال د قطر بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان زلزله ځپلو سره د همکارۍ لپاره یې ۱۰مه د بشري مرستو کڅوړه هم کابل ته استولې،

یاد وزارت زیاته کړې:« د قطر هوايي ځواک ۱۰  مه الوتکه کابله ته ورسېده چې کابل ته یې د قطر پرمختیايي صندوق لخوا چمتو شوې روغتیايي مرستې د روغتیايي له سکټور د ملاتړ او د روغتونونو ظرفیت لوړولو لپاره ورسولې.»

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا دغه ډول مرستې حیاتي ګڼي، خو خلکو ته د شفافې پروسې له لارې د رسونې لپاره یې د یوه منظم میکانېزم جوړل اړین بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي:« د دې لپاره حکومت هم باید داسې یوه لاره برابره کړې چې دا مرستې په بشپړه توګه یا په زیاته اندازه دې خلکو ته ورسېږي، نه دا چې هغه زیاته اندازه یې پر شخصي مصارفو باندې ولګول شي او کمه برخه یې خلکو ته ورسېږي. موږ د مرستو پلوي یو او باید له دې خلکو سره مرستې وشي. مرستو ته دا خلک اړتیا لري، خو پر مرستو باید تجارته ونه شي، ترڅو واقعا له دې خلکو سره مرسته وشي او لاسنیوی یې وشي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د بشري بېړنیو مرستو اړتیا داسې مهال مطرح کوي چې د ملګرو ملتونو اړوند روغتیا نړیوال سازمان هم په کونړ ، ننګرهار او لغمان کې د زلزله ځپلو لپاره د روغتیايي خدمتونو چمتوکولو ته له نړیوالې ټولنې د ۵ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه چې یوازې یو میلیون هغه یې ترلاسه کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist