Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ یو

آی.او.ایم: تېرو درېیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/20

په هېواد کې له سیاسی تحول وروسته له اروپایي هېوادونو وراخوا په زرګونه هېوادوالو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته پناه یوړه.

 پاکستان که څه هم په پیل کې د افغان کډوالو سره چلن نورمال وه خو د دې هېواد پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرني اتباعو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پایه له دغه هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی دجبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د پاکستان له لوري د افغان کډوال ایستل او ورسره ناوړه چلن چې ګڼ غبرګونونه یې درلودل، د حل لپاره یې دواړو لورو ترمنځ څه ناڅه خبرې وشوې چې د یادې ستونزې وروستۍ هڅه د روان لمریز کال د سرطان په ۱۸مه  نیټه پاکستان ته د ملګرو ملتونو کډوالو ستر کمشنر فلیپو ګراندي سفر و، چې هلته یې له پاکستاني چارواکو او کډوالو سره ولیدل.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت په اړه تازه د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړیوالې ادارې درې میاشتنی راپور خپور کړی، چې په‌کې ویل شوي، له دواړو هېوادونو راستندیونکو څه باندې ۸۱ زره کسانو سره یې د مرکو په لړ کې موندلې چې یوازې له اپریل تر جون میاشتې څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته داخل شوي.

د راپور یوه برخه:« په دې وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان د چارواکو تګلارو او څرګندونو د افغانانو په تګ راتګ  اغیز کړی دی. د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د غیر اسنادو بهرنیانو د شړلو غوښتنه وکړه، چې ډېری یې افغانان دي، چې د کال په پای کې د راستنېدونکو په شمیر کې د زیاتوالي لامل شو. د ۲۰۲۴ کال له اپریل څخه د جون تر پایه، ۸۵۸ زره او ۱۷۰ کسان افغانستان ته داخل شوي او ۵۳۲ زره او ۸۵۴ کسان له افغانستانه وتلي.»

خو د اسلامي‌امارت ویاند ذبیح الله بیا وایي، په کراتو یې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغان کدوالو سره د ناوړه  چلن په اړه اندېښنې شریکې کړي او د ورته کړنو د پایته رسیدو ډاډ یې هم ترلاسه کړی.

هغه زیاتوي:« کوربه هېوادونه چې کډوال په کې دي، افغانان هلته اوسېږي، له وختونو راهېسې، له هغوی سره انساني او اسلامي چلن وشي، د ورورۍ چلن وشي، په ځانګړي  ډول ګاونډیو هېوادونو کې، د ګاونډیتوب چلن وشي، له زور، زیاتي او فشار استفاده ونه شي. بل دا ده چې موږ هم افغانان هڅوو او دوی هم باید د هڅونې له لارې افغانان وهڅوي چې افغانستان ته راشي، دا سمه ده، خو له کډوالو سره باید  زور، فشار او زیاتی ونه شي. دلته په افغانستان کې هم د کډوالو لپاره ځانګړی کمېسیون لرو.»

پاکستان او ایران چې د افغانستان دوه نږدې ګاونډي  هېوادونه دي، هره ورځ ورته په زرګونه افغان ځوانان او کورنۍ مهاجرت کوي ، یادو هېوادونو سره له دې چې یو شمېر ځوانانو ته یې د کاري فرصتونو زمینه برابره کړې، خو په وروستیو کې د افغان کډوالو وهلو ، زنداني کولو او په زور له خپلې خاورې د ایستلو لړۍ یې چټکه کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوهان وایې، په هېواد کې اوږده جګړه، اقتصادي ستونزې، بېکاري او په کور دننه د نجونو پر زده کړو محدودیتونه هغه څه دي چې په زرګونه کسان یې دې ته اړ کړي چې په قانوني او غیرقانوني لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه صفي الله عزیزي وايي:« ایران او پاکستان کې چې هلته ډېر افغانان کډوال دي، بیا په همدې هېوادونو کې چې همدا زموږ ګاونډي هېوادونه دي، د نورو هېوادونو پرتله دلته له افغانانو ډېر زیات بد چلن کېږي، چې دا د کډوالو نړیوالو قوانینو خلاف چاره ده، دلته د یوې الې په توګه کډوال استفاده کېږي، کډوال هغه وګړی دی، چې هېڅ سیاسي تړون نه لري او نه باید ترې استفاده وشي. بله غوښتنه مې له افغان حکومت دا ده چې همدغه ستاسو کډوال چې دي، له پاکستان او ایرانه راځي، تاسو باید دغو کډوالو ته کورونه جوړ کړئ او په کور دننه ورته د کار زمینه برابره کړئ.»

ځېنې نور بیا وايي، دواړه هېوادونه سره له دې چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې پیل کړې، خو په بشپړ ډول یې ځکه نه شي ايستلي چې هېوادونه په کې خپلې نیابتي او سیاسي موخې لري او غواړي چې پر سرپرست حکومت فشار راوړي.

دوی زیاتوي، سرپرست حکومت دې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټول ځوانان چې په کور دننه دي او یا هم هېواد ته را ستنېږي د کار زمینه برابره کړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت  که څه هم له پاکستان او ایران څخه د افغان راستنو شویو کډوالو د شمېر په هکله تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې ویلي وو، چې  په تېرو څو میاشتو کې له پاکستانه نژدې ۶۰۰ زره او په تېر یو کال کې یو میلیون افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist