Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/02

په درېیمو هېوادونو کې د امریکا وېزو ته په تمه د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنلیکونو او د وېزو بهیر ځنډېدو پرېکړه، د مدافع بنسټونو له نیوکو سره مخ شوې.

امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې مدافع بنسټ یا « افغان ایوک»  ریيس په دې اړه د امریکا پر غوره کړل شویو تګلارو نیوکه کړې او هغه یې بې رحمانه او قصدي عمل بللی.

د افغان ایوک مشر  دغه پالیسۍ ناڅاپي نه بلکې له پلان سره سم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سپینې ماڼۍ د پالیسۍ برخې مرستیال سټېفن مېلر پرېکړه یاده کړې ده.

امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې مدافع بنسټ ریيس شاون وانډیور زیاته کړې: « زه غواړم په ساده ټکو وغږیږم، ځکه دا مهمه موضوع ده. هغه څه چې دامهال زموږ افغان متحدینو ته پېښېدونکي دي، د خواخوږۍ نه لرلو له مخې بې رحمانه او قصدي عمل دی. په دې اړه پرېکړې ناڅاپي نه بلکې د سټېفن مېلر او د ولسمشر ټرمپ د ټاکونکو پالیسیو پایله ده.»

دا بنسټ له ۲۰۲۱زېږدیز کال راهیسې او له افغانستانه د امریکا له خروج سره سم، د شاوخوا دوه سوه زره هغو افغان پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو پروسه کې مرسته کوي چې په افغانستان کې دننه له امریکايي ادارو سره همکار پاتې شوي او اوس غواړي په دې هېواد کې مېشت شي.

که څه هم له دې ډلې یوه برخه د تخلیې پروسې پرمهال امریکا ته تللي، خو لا هم ګڼ نور په درېیمو هېوادونو کې له ناڅرګند حالت سره مخ دي.

ډونالډ ټرمپ واک ته په دویم ځل له رسېدو وروسته، نوموړي د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او په لومړي اقدام کې یې د یوه اجراییوي فرمان له مخې د ۱۲۰ ورځو لپاره د کډوالو منلو بهیر وځنډاوه او د افغانستان په شمول یې د ځینو اسلامي هېوادونو د وګړو ورتګ منع کړ.

د افغان کډوالو د حقونو چارو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « د منتظرو افغانانو پر وړاندې د سپینې ماڼۍ اوسنی سیاست له یوې ادارې پرېکړې ها خوا، دروند اخلاقي او انساني ناورین دی. دغه تګلاره په پوره توګه هدفي ده او د پناه غوښتونکو امېد یې هدف ګرځولی، ترڅو لګښتونه او د کډوالو منلو کچه راټیټه کړي.»  

ټرمپ له دې سربېره موده وړاندې کانګو هېواد ته د هغو افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو خبره کړې وه چې په قطر او نورو هېوادونو کې امریکا ته د تلو په تمه دي.

د کډوالو د حقونو چارو فعالان اېس‌ای‌وي(SIV) پي ون(p1) او پي ټو(p2) ګټه ګوریو پناه غوښتونکو پر وړاندې چې کلونو یې په افغانستان کې د امریکا له حکومت سره کار کړی، دا ډول پالیسۍ د انساني او اخلاقي اصولو خلاف عمل ګڼي.

د افغان کډوالو د حقونو چارو فعال علیرضا کریمي وايي: « هغه محلي همکاران چې کلونه یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی، نه باید د سیاسي بدلونونو ښکار شي. د امریکا دولت حقوقي او اخلاقي مسوولیت لري چې د اېس‌ای‌وي کېس لرونکو په تړاو کړې ژمنې عملي کړي او له ناڅرګند برخلیک څخه یې وباسي.»  

دا په داسې حال کې د ه چې لا هم امریکا ته د تګ په تمه ناست ډېری افغانان په پاکستان او قطر کې د خپلو وېزو او د برخلیک ټاکل کېدو  انتظار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول
افغانستان

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي
افغانستان

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی
افغانستان

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي
افغانستان

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

اسلامي امارت د پاکستان او تاجیکستان اندېښنې بېځایه وبللې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist