Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نېکلاسن: اروپایي ټولنه افغانستان کې د هېڅ ډول وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/06

 د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن  له پنځه میایشتني ځنډ وروسته بیا کابل ته راغلی و او دا ځل یې د نورو سفرونو خلاف کندهار کې هم لیدنې کړي دي.

نېکلاسن چې کابل کې خبریالانو ته د خپل سفر په اړه جزئیات ورکول وویل، ګاونډي هېوادونه له افغانستانه د ترهګریز فعالیتونو وېره لري،خو په وینا یې افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال یې ډاډ ترلاسه کړی  دی،چې د داعش پر ضد به مبارزه کوي.

نېکلاسن وايي، افغانستان کې په کافي اندازه جګړې شوي او دوی د بل هیڅ ډول وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي.

هغه زیاته کړه:« افغان امنیتي چاوراکو خپلو هغو عملیاتو ته هم اشاره درلوده،چې د داعش پر وړاندې یې کړي دي. دوی دا ژمنه هم وکړه،چې د داعش پر وړاندې به مبارزه کوي،ځکه دا نه یوازې افغانستان ته بلکې د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ دی. په دې مذاکراتو کې ما د ځینې ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې هم شریکې کړې،چې وایي د افغانستان خاوره یې لا هم پر ضد کارول کیږي.» 

نېکلاسن وايي، پر ښځو د کار بندیز په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده او دا وضعیت به د روان بشري وضعیت په کمېدو کې هېڅ مرسته ونه کړي.

ځانګړي استازي افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو له بیا پیل خوښي وښوده،خو د افغانستان بانک منزوي پاتې کېدل یې لویه ستونزه یاده کړه.

د هغه په خبره، د افغانستان سخت ژمی په ختمېدو دی، خو د افغانانو بشري وضعیت لا پسې خرابیږي.

نېکلاسن زیاتوي:« افغانستان کې سخت ژمی پای ته رسیږي،خو بشري وضعیت لا هم په بې ساري ډول بد دی. دمګړی له ۲۸ میلیونه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې نیمایي هغه یې له ۱۷ کلونو کم عمر لري.» 

نېکلاسن دا هم وايي، افغان لوری افغانستان کې د اروپایي ټولنې له شتون خوښ دی او دوی لېواله دي،چې له اروپایي ټولنې سره مذاکراتو ته دوام ورکړي. 

دغه اروپایي ډېپلوماټ چې له ګڼو وزیرانو سره لیدلي وايي، په لېدنو کې یې هېڅ داسې ژمنه ترلاسه نه کړه چې راتلونکي کال کې به ښوونځي بېرته پرانېستل شي.

هغه زیاته کړه:« ۱۸ میاشتې کیږي،چې د ښځو منځني ښوونځي تړلي دي او په ډیسمبر کې افغان چارواکو بل اعلان هم وکړ،چې نجونې هم پوهنتونونو ته نه شی تللی. ما دا موضوع په خپلو لیدنو کې له بېلابېلو وزیرانو سره شریکه کړه، که څه هم دوی د نجونو زده کړو ته ژمن دي،خو داسې هېڅ ژمنه مې ترلاسه نه کړه،چې له نوروز وروسته به د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.» 

توماس نېکلاسن د افغان رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره خبرې کړي او ډاډ یې ترلاسه کړی دی،چې د یادې برخې ستونزو ته به رسېدنه کړي.

یاد ډیپلوماټ زیاته کړې،چې په تېرو۱۸ میاشتو کې یې له افغانستان سره د ۴۲۰ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې  کړي او دا لړۍ به دوامداره ساتي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist