ټاکل شوې اروپايي کمیسیون په نږدې راتلونکي کې له ځينو اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو بېرته ستنولو په موخه، د اسلامي امارت د یوې تخنیکي ډلې کوربه توب وکړي.
دې کمیسیون د دوشنبې په ورځ «فرانس ۲۴» ټلوېزیون ته ویلي، د ناستې کره نېټه تر اوسه څرګنده نه ده، خو په پام کې ده چې په اړه یې اسلامي امارت ته د یوه لیک له لارې خبر ورکړل شي.
د سرچینې په حواله، دغه ناسته چې د سویډن په همکارۍ ترسره کیږي، یوازې د تخنیکي ډلې تر کچې پورې محدوده ده او له ترسره کېدو وړاندې به يې اروپايي چارواکي هم د لا زیاتې همغږۍ په موخه دوه ځله افغانستان ته سفر وکړي.
سرچینې په خپل خبر کې زیاته کړې: « اروپايي کمیسیون د افغانستان اوسنيو چارواکو له تخنیکي ډلې سره په بروکسېل کې د احتمالي لیدنې پر سر کار کوي.»
په اروپا کې د کډوالو پر وړاندې د پالیسیو تر سختېدو وروسته، شاوخوا شلو هېوادونو د ناقانونه او په تېر بیا د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د لارو چارو پر لټولو د غوره غوښتنه کړې چې په جرمي قضیو کې ښکېل دي.
په تېر اکټوبر کې هم دې هېوادونو پر اروپايي کمیسیون د ډېپلوماټیکو او عملي لارو د موندلو په موخه فشارونه زیات کړي وو.
د اروپايي کمیسیون یو ویاند دا هم تایید کړې چې په دې اړه تېرې جنوري میاشت کې په کابل کې هم ناسته شوې، خو دا يې نه دي ویلي چې ناسته له چا سره شوې.
د کډوالو د حقونو مدافع علیرضا کریمي وايي: « که دا پرېکړه عملي شي او اروپايي ټولنه وغواړي چې غیر مجرم کډوال هم افغانستان ته ستانه کړي، کولی شي مهاجرو ته خورا زیاتې منفي پایلې ولري. له دې سره به هغوی له ناڅرګند برخلیک، روحي او رواني پرېښانۍ سره مل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې هېڅ اروپايي هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، خو د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره يې ورته ليدنو پرې د تعامل په برخه کې پوښتنې او اندېښنې را ولاړې کړې دي.
بله خوا، که څه هم اروپايي هېوادونو ته د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر بندیزونه لګول شوي، خو د بلجیم پلازمېنې بروکسېل ته د تګ لپاره يې ښايي د سفر معافیت په نظر کې ونیول شي.
د افغان کډوالو د بېرته ستنونې پرېکړه د نړیوالو بشري او د کډوالو د حقونو مدافع ادارو له توندو نیوکو سره مخ شوې.
د کډوالو حقونو چارو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « د دې لپاره چې دغه کار د ټولو په ګټه تمام شي، نه باید هغو ته د اخراج د یوې لړۍ په سترګه وکتل شي بلکې حل لاره باید پر درېیو اساسي محورونو تمرکز ولري. لومړی، د کډوالو په زور نه شړل؛ یانې تمرکز یوازې پر هغو کسانو وي چې حضور د اروپا د امنیت لپاره خطرناک وي؛ دویم، د هغوی پر بېرته ګرځولو باید پانګونه وشي، اروپايي ټولنه باید د زندان او بېرته ګرځولو پر بهیر د لګښت پر ځای دغو کسانو ته شغل او کار ورکړي. درېیم دا چې دا خبرې باید یوازې تر تخنیکي کچې پورې محدود پاتې شي، ترڅو سیاسي حساسیتونه د بشري مرستو بندېدو سبب نه شي.»
د راپورونو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴زېږدیز کلونو ترمنځ، اروپايي هېوادونو د میلیونونه افغان کډوالو د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې نیمايي هغه يې منل شوي دي.
له اروپايي هېوادونو د ناقانونه افغان کډوالو د راستنولو پرېکړه داسې مهال ده چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول هېواد ته راستانه کړای شوي دي.