Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: د پاکستان هغه ادعا بې اساسه ده چې ګواکې افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/10

د پاکستان امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې چې د یاد هیواد د لومړي وزیر په مشرۍ ترسره شوه، د پوځ او استخباراتو مشرانو په کې د وسله ‌والو ډلو پر ضد ګډ عملیات تائيد کړي دي.

په د غه ناسته کې دغه راز یو وار بیا تور لګیدلی دی،چې د افغانستان له خاورې بې ثباته شوی او وروستیو بریدونو له ګڼو پاکستاني اتباعو قرباني اخېستې.

دپاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ جګړه د اسلام اباد داخلي موضوع یادیږي‎، چې د ډيرو په باور افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، پاکستان دې خپل داخلي موضوعات خپله حل کړي او د افغانستان پر وړاندې دې خپل ستراتیژیک عمق کې بدلون راولي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«غوره لار داده،چې پاکستان د افغانستان په تړاو خپلې ستراتیژۍ کې تغیر راولي او د افغانستان په چارو کې دې خپله ستراتیژیکه لاسوهنه بنده کړي او افغانستان دې د یو خپلواک هېواد په توګه ومني. ټي.ټي.پي د پاکستان داخلي موضوع ده او باید خپله ورته حل لار پیدا کړي او افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.»

د اسلامي امارت  ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دا چې پاکستان په خپله خاوره کې د چا پرضد تحرکات او عملیات پیلوي،دا یې کورنۍ موضوع ده،خو ډاډ ورکوي،چې دافغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي .

هغه زیاته کړه:«په پاکستان کې دننه دعملیاتو شروع یا نه شروع دا د هغه هېواد خپل داخلي موضوعات دي، اسلامي امارت په کراتو ویلي،چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي او اوس هم دې  ته جدي دی، چاته اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره  د بل پر ضد استعمال کړي،نو دغه مسله چې دوی د چا پر وړاندې عملیات کوي او د چا پر وړاندې دریږي، په پاکستان کې دا د دوی خپل کار دی.»

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ دغه عملیات به د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې ترسره کیږي،ځکه چې په دغو سیمو کې د  پاکستان پر پوځ او پولیسو بریدونه زیات شوي دي .

پاکستانی ژورنالیست طاهرخان وايي:« د عملیاتو پریکړې اشاره هم د پاکستان طالبانو تحریک ته ده،د وسله والو ډلو زیات تمرکز په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې دی او زیات امکانات د عملیاتو همدې سیمو کې دی، ځکه هلته د پاکستان پر  پوځ او پولیسو باندې بریدونه زیات شوي دي او کیږي پاکستان چې مشکل سره مخ کړی دی، هغه د شپې دوربینونه دي.چې ټي.ټي.پي ترلاسه کړي او د پولیسو تلفات زیات شوي دي.»

دپاکستان یوه اندیښنه داهم ده،چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ متوجه دی،هغه څه چې د افغانستان حکومت تل رد کړې ده.

اسلامي امارت وایي،په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې ثبات او امنیت غواړي او هېچاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان خاوره د ګاونډي او یا هم د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist