Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر کونټر پارټ وسله وال برید کې ۵ تنه وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/08

پر کونټر پارټ اداره وسله‌وال برید کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

له غرمې وړاندې یوه ډله وسله وال وتوانیدل چې د کابل ښار زړه یوه خوندي سیمه کې د کونټر پارټ په نوم دفتر په نښه کړي.

لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته یوه ډله بریدګر دې دفتر ته ننوتي او د ورځې تر وروستیو یې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

دا اداره د ترهګرۍ ضد او د سولې لپاره کار کوي د لوی څارنوالۍ تر څنګ یې دفتر و.

برید د موټر بم په چاودنه پيل شوی و چې تر مازیګره یې دوام وکړ.

د کورنیو چارو وزارت مالومات ښيي چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د یو بهرني  په ګدون ۲۴ تنه ټپيان دي.

د پېښې ځای ته ټولې ورتلونکې لارې تړلي او هرې خوا امبولانسونه او اور وژنې عمله ولاړه ده، خو هیڅ اقدام نه شي کولی.

کورنیو چارو وزارت وایي، د برید په جریان کې یې ۱۷۰ کسان ژغورلي او عملیات په احتیاط کیدل چې یرغمل کسان روغ رمټ وژغورل شي.

په دې برید کې د د پنځه بریدګرو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د یو بهرني په ګډون ۲۴ تنه ټپيان دي.

د دې دفتر په اړه ویل کیږي چې د ترهګرۍ ضد او سولې لپاره یې کار کاوه.

د امریکا سفارت او ناټو تر څنګ افغان ولسمشر هم دا برید غندلی. له ارګ خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې طالبانو په دې برید سره وښودله چې د سولې په اړه د لویې جرګې غوښتنې ته احترام نه لري.

د ولسمشر له قوله طالبانو ته خبرداری ورکول شوی چې که د افغانانو غوښتنې ته طالبان مثبت ځواب و نه وایي، د افغان ځواکونو له لوري به له منځه یوړل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist