Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ورځپاڼه: افغان ولسمشر د امریکا په غوښتنه پاکستان ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/08

پاکستانۍ ورځپاڼه نیشن وايي، پاکستان ته د ولسمشر غني ورتګ او له عمران خان سره یې لیدنه د امریکا په غوښتنه کېږي.

پاکستانۍ ورځپاڼې نیشن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې خپلې اړیکې ښې کړي.

ښايي ولسمشر غني د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې پاکستان ته سفر وکړي.

ورځپاڼې لیکلي د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرو ته هم پاکستان لاره هواره کړې او ښایي په همدې تړاو د پاکستان لومړی وزیر عمران په نږدې راتلونکي کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سر خبرې وکړي.

له دې سره د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره کتلي او پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر سیمه ییزو همکاریو او پاکستان ته د اشرف غني د سفر په اړه خبرې کړي.

حمدالله محب او زاهد نصرالله، پاکستان ته د ولسمشر غني سفر چې د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه ترسره کېږي، بیلا بیلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د نوې پاڼې پرانېستو لپاره ښه فرصت یاد کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist