بغلان، فاریاب، وردګ او کندهار ولایتونو کې طالبانو جګړې ته زور ورکړی.
طالبانو د لویې مشورتې جرګې له پریکړې وروسته د هېواد بیلابیلو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی.
ولسمشر غني یو ځل بیا ملت ته د روژې په مناسبت پيغام کې پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی.
کابل کې تحلیل دا دی چې د اوربند لپاره د طالبانو شرطونه که ومنل شي، ممکن اوږدمهاله اوربند رامنځ ته شي.
د سولې مشورتې جرګې را په دیخوا طالبانو د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې بریدونو ته زور ورکړی چې تازه پيښه یې د یکشنبې په ورځ د بغلان امنیه قومندانۍ باندې د وسلهوالو ډله ایز برید و چې نږدې دیارلس پولیس په کې ووژل شول او دملکي وګړو په ګډون شپيته پولیس یې ټپيآن کړي و.
د بغلان تر څنګ فاریاب، وردګ او کندهار هغه ولایتونه دي چې جګړه پکې زیاته شوي.
ولسمشر محمد اشرف غني د روژې په مناسبت خپور شوي پيغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي.
خو طالبانو د سولې مشورتې جرګې د نورو پریکړو سره یو ځای د اوربند پریکړه هم رد کړې او په جګړه یې ټینګار کړی.
کابل کې ځینې تحلیل کوونکي باور لري چې طالبان د نامنسجم والي له کبله اوربند نه کوي، خو ځینې نور بیا اوربند د طالبانو په شرایطو پورې اړوند یادوي.
اوربند له طالبانو پرته د ټولو غوښتنه ده، خو دا چې طالبان د اوربند لپاره شرایط لري، چمتو نه دي دا غوښتنه ومني، ځینې په دې باور دي چې طالبان ویره لري چې که له شرط پرته یې اوږد اوربند وکړ، پاشل شوي جنګیالي به بیا منسجم نه شي کړلی.