د بغلان پر امنیه قوماندانۍ ډله ييز برید د اتوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
برید له غرمې وړاندې په چاودنه پيل شو او اته تنه بریدګر د ام بي پوځي موټر په واسطه د قومندانۍ ودانۍ ته دننه شول او له افغان ځواکونو سره یې جګړه پيل کړه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه ډله ییز برید کې ۱۳ تنه د کورنیو چارو وزارت منسوبین وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دغه برید کې شل تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او دا کار یې د سولې د دښمنانو کار بللی دی.
د برید مسوولیت وسلهوالو طالبانو منلی او ادعا کوی چې لسګونه تنه پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.











