Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیمې او نړۍ په یو غږ، افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/05

اروپايي ټولنې، چین او پاکستان له افغان سولې ملاتړ وکړ او د اوربند غوښتونکي شو.

اروپايي ټولنې، چین او پاکستان په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه.

د افغان سولې په تړاو سیمه ایز او نړیوال هېوادونه اوس په یو غږ د سولې غوښتونکې دي.

اروپایې ټولنې، چین، پاکستان په خپلو خبرو کې د افغان سولې ملاتړ تر څنګ یادونه کړې چې ژر تر ژره دې د سولې مذاکرات پيل او جګړه دې پای ته ورسیږي.

کابل کې تحلیل دا دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونو درک کړې چې بې ثباته افغانستان د ټولو په تاوان دی او باید د سولې لپاره کار وشي.

د افغان سولې مذاکرات شپږ میاشتې مخکې د امریکا په منځګړیتوب پیل شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده. نړیوال او سیمه‌ ایزو هېوادونو اوس د افغان سولې په تړاو یوه اجماع رامنځته کړې چې د سولې په تړاو پاشلي نظرونه سره یو کړي.اروپايي ټولنې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ژر پيل باندې ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي ((په تېرو څو میاشتو کې د مذاکراتو تر څنګ په افغانستان کې جګړو دوام درلود او اوس وخت د دې رارسیدلی چې له جګړې پرته ژور مذاکرات وشي.))

کابل کې تحلیل دا دی چې د افغان سولې په تړاو د نړیوالو او سیمه یزو هېوادونو اجماع د دي ښکارندوې کوي چې د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی.

پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې د سولې پروسه کې همکاري کوي او د افغانانو په یووالي یې ټینګار کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان داسې ویلي  ((موږ ټول باید افغانستان کې د سولې ملاتړ وکړو ترڅو ټول هلته یو ځل بیا ژوند وکړي. زه افغان حکومت ته د ورورۍ په توګه دا مشوره ورکوم چې هرڅه باید په یووالي سره په دې برخه کې کار وکړي.))

له دې سره چین او روسيې په ګډه لیدنه کې ژمنه کړې چې د اړتیا په صورت کې د سولې بهیر او جګړې بس کې همکاري وکړي.

د چین او روسیې استازو ویلي  ((چین او روسیه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لپاره سوله غواړي او چمتو دي چې د اړتیا په وخت کې خپله پوره مرسته وکړي. موږ ټول د سولې ملاتړي يوو.))

د کور دننه اوس هم د افغان سولې په تړاو ویشلي نظرونه شته چې د سولې پر وړاندې خنډ بلل کیږي، خو اوس چې د سولې په تړاو مشورتي جرګې حکومت لپاره د سولې یوه تګلاره برابره کړې تمه شته چې په پلي کیدو سره یې دې پروسه کې پرمختګ وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist