افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشر تدامیچِ یاماموتو د طالبانو مرستیال ملا عبدالغنِ برادر سره کتلي دي.
بهرني رسنیو د ملګرو ملتونو د ویاند سټېفن دوجاریک له قوله لیکلي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشر تدامیچي یاماموتو د طالبانو مرستیال ملا برادر او د طالبانو مرکچي پلاوي سره کتلي دي.
دوجاریک ویلي چې دغه ناسته تېره میاشت ترسره شوې او په کې دواړو خواوو د بشري حقونو، بشري مرستو او د افغان سولې په تړاو خبرې کړي دي.
دوجاریک زیاته کړې چې ملګري ملتونه د خیریه کارونو لپاره افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو سره کتنې کوي څو افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
دوجارېک منلې چې په تېرو څو کلونو کې د یوناما مشر د طالبانو له استازو سره څو ځلې په قطر کې لیدلي دي.