د بغلان مدني فعالان د سولې او اوربند له غږ سره واټونو ته راووتل.
دوی د جګړې په ښکیلو اړخونو غږ کړی چې د افغان وژنې د پای ته رسېدو په خاطر دې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او بین الافغاني سولې ته دې راوګرځي.
دوی همداراز له طالبانو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې عبادت لپاره دې اوربند وکړي څو خلک په ارام زړه عبادت وکړي.
بغلان کې مدني فعالان د ښار واټونو ته راوتلي او له ځنډ پرته د اوربند غوښتنه کوي.
دوی ویل افغان دولت او طالبان دې د سولې نیت لپاره لومړی اوربند وکړي چې د باور فضا جوړه شي.
د نارینه و ترڅنګ مدني فعالانې هم راوتلې وې او له افغان دولت او طالبانو یې غوښتنه وکړه چې دریځونه نرم او د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
غوښتنې دا دي چې طالبان او افغان حکومت دې داسې بین لاافغاني سوله وکړي چې د جګړې د ښکېلو لورو له لوري په کې ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته پام شوی وي او د اسلامي او افغاني ټولنې پخیر وي .
په کابل کې د سولې مشورتي جرګې غړو هم په روژې میاشتې کې د اوربند غوښتنه کړې ده .
افغان دولت او طالبانو د خلکو دغې غوښتنې په تړاو څه نه دي ویلي خو تېرکال کوچني اختر کې درې ورځې اوربند په نړیواله کچه وستایل شو او خلک یې سولې ته هیله مند کړل.