د هند او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته، د افغان الوتکو پر مخ د پاکستان هوایي فضا پرانستل شوه.
د پاکستان هوایي حریم وروسته له هغې د افغان الوتکو پر مخ وتړل شو چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړه رامنځته شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مالوماتو د همغږۍ مرکز تیر ماښام تایید کړې چې د حکومت د مشرتابه له پر لپسې هڅو وروسته پاکستان خپل هوايي خریم افغان الوتکو ته پرانیست.
ویل کېږي له دې وروسته به له افغانستان هندوستان ته د الوتکې ټکټ ۱۶۰ ډالره ته راښکته شي چې له دې وړاندې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ ډالرو، و.
په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د افغانستان د هوايي شرکتونو الوتکې د ایران د هوايي حریم له لارې هند ته تلې – راتلې چې له کبله یې هم د الوت وخت ۵ ساعتونو ته زیات شوی و او هم د ټکټ بیه تر دوه برابره لوړه شوې وه.
خو د ملکي هوانوردۍ ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.