پکتیا کې د سولې د مشورتي جرګې له جوړیدو ملاتړ وشو.
د پکتیا اوسیدونکو د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د سولې مشورتې جرګې غوښتنې ومني او د جګړې د پای ته رسیدو په موخه پر بین الافغاني مذاکراتو سره سلا شي .
د غونډې ګډونوالو همدا راز ګردیز ښار کې د الفتح او خالد عملیاتو پر ضد لاریون وکړ او د عملیاتو د بندیدو غوښتنه یې وکړه.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې په یوه غږ کابل کې د سولې روانې مشورتي جرګې ]څخه ملاتړ وکړ.
دیني عالمان د سولې مشورتي جرګه د سولې په بر خه کې نیک ګام بولي او د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې د دغه جرګې غوښتنو ته درناوی وکړي او هغه ومني .
د پکتیا دغه شمیر اوسیدونکي سولې ته د رسیدو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پیل لومړیتوب بولي او له حکومت او طالبانو غواړي چې د خالد او الفتح عملیات ودروي .
دوه ورځې وړاندې کابل کې د سولې مشورتي جرګه پیل شوه خلک باور لري چې دغه جرګه به د سولې لپاره داسې طرحه جوړه کړي چې هیواد کې روانه اوږده جګړه ودروي .